نیوین کښتۍ کې سپاره کډوال نه غواړي چې مصراتا بندر کې ښکته شي، DR
نیوین کښتۍ کې سپاره کډوال نه غواړي چې مصراتا بندر کې ښکته شي، DR

له مدیترانې څخه ۹۳ ژغورل شوي کډوال تر اوسه په نیوین کښتۍ کې دي او نه غواړي چې د لیبیا په مصراتا بندر کې ښکته شي. دې کښتۍ کې یو سوډاني مهاجر وېکټور له کډوال نیوز سره مرکه کړې ده. وېکټور وایي چې په کښتۍ کې مري خو لیبیا ته نه ځي.

۱۹ کلن وېکتور* چې له سوډان سره تړاو لري کډوال نیوز ته وایي: «غواړم چې دې کښتۍ کې مړ شم، خو نه غواړم چې د لیبیا په خاوره کې ښکته شم.»

مدیترانه کې د پنجشنبې په ورځ (د نومبر ۸مه نېټه) ۹۳ کډوال د نیوین په نامه د سوداګرو د یوې کښتۍ له خوا وژغورل شول.

خو اوس نیوین کې سپاره کسان نه غواړي چې د لیبیا په مصراتا بندر کې ښکته شي. تر اوسه یوازې دوه کسان منلي چې لیبیا ته لاړ شي.

نیوین کښتۍ کې ۹۳ کډوال سپاره دي. دوی له سوډان، اریتریا، اتیوپیا، سومالیا، بنګله دېش او پاکستان سره تړاو لري. د یادو کډوالو په ډله کې کم عمره کسان، یوه ښځه او یو درې میاشتنی ماشوم هم شته.

د وېکتور په خبره نیوین کې د کډوالو وضعیت ښه نه دی.

وېکتور زیاتوی چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان هغوی ته خواړه او جامې ورکوي. د نوموړي په وینا: «کښتۍ کې تشناب او شاور نه شته او موږ له مجبورۍ په بوټلونو کې رفع حاجت کوو.»

       DR

«بېرته لیبیا ته نه ځم»

نیوین کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان کډوالو ته لومړني روغتیایي خدمات برابروي. دوی وایي چې تر اوسه د شکرې او پمنتوب پېښې په کډوالو کې لیدل شوې دي. لیبیا کې د بې سرحده ډاکټرانو د یوه غړي په خبره: «د ځینو کډوالو روغتیایي حالت ډېر خراب دی.»

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې له څو ورځو راهیسې له لیبیایي چارواکو سره خبرې اترې کوي ترڅو کډوال وکولای شي چې په ارامۍ د دې هیواد په مصراتا بندر کې ښکته شي.

خو نیوین کې سپاره کډوال وایي چې په هېڅ وجه لیبیا ته نه ځي.

           DR

د وېکټور په وینا: «زه دوه کاله لیبیا کې اوسېدلی یم. په تېرو دوو کلونو کې مې ۷ ځلي هڅې وکړې چې اروپا ته لاړ شم. خو دا کار ممکن نه و. دوه وروڼه مې د لیبیا د ساحلي ګارد له خوا ووژل شول. زه اوس بېرته لیبیا ته نه ځم.»

لیبیا کې انجوګان له ډېرو کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې ته د کډوالو د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکوي.

د اکتوبر په میاشت کې لیبیا کې یو اریتریایي کډوال ځان ته اور واچوه. یاد کډوال د طارق السکا په مرکز کې اوسېده چې د لیبیا په طرابلس ښار کې موقعیت لري. د یو بل خبر له مخې د نومبر په ۱۲مه نېټه یو بل کډوال د ځان وژنې هڅه وکړه.


* مستعار نوم
 

نورې ليکنې