iBorderCtrl، د iBorderCtrl  له سایټ څخه
iBorderCtrl، د iBorderCtrl له سایټ څخه

اروپایي هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د درواغو معلومولو الې په کارلو سره اروپا ته د سفر کوونکو مسیرونه معلوم کړي. دغه پروژه چې iBorderCtrl نومېږي په امتحاني توګه په هنګري، یونان او لېتوانیا کې پیل شوې ده.

اروپایي اتحادیه وایي چې غواړي د درواغو معلومولو الې په مرسته اروپا کې د سفر کوونکو مسیرونه منظم کړي. دا پروژه په ۲۰۱۶ پیل شوې ده.

یوه تجربه

د درواغو معلومولو ماشین یو وېب کم دی چې په کې معلوماتي پروګرامونه نصب شوي دي. دغه اله د برېتانیا د منچستر پوهنتون له خوا جوړه شوې ده. د درواغو معلومولو اله کولی شي چې د سفر کوونکو له څېړو عکسونه واخلي او ثبت یې کړي.

د منچستر پوهنتون په یوه تبلیغاتي ویډیو کې ځینې کسان وایي چې یاده اله د انساني قاچاق د مخنیوي له پاره ګټه وره ده. ویډیو کې راغلي: «د پروژې دویم پړاو دا دی چې یاده اله په ځینو اروپایي هیوادونو لکه هنګري، لېتوانیا او یونان کې نصب شي. له امتحاني دورې وروسته کولای شو چې د یادې الې نیمګرتیاوې لرې کړو.»

درواغ، رښتیا او کیو.آر کوډ

د درواغو معلومولو ماشین لکه یو ویډیویي ګیم دی. لومړی په کمپیوټر کې د یو سرحدي سرتېری انځور څرګندېږي. دغه سرتېری له سفر کوونکو څخه پوښتنه کوي. د بېلګې په توګه: ستا په کڅوره کې څه دی؟ پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې د سفر کوونکو په څېرو کې بدلونونه راځي. د مرکې په پای کې د کیو. آر یو کوډ جوړېږي. د درواغو معلومولو ماشین دا معلوموي چې ورکول شوي معلومات سم دي که نه.

ایا دغه اله د ډاډ وړه ده؟

اروپایي شوری وایي چې هره پوښتنه د سفر کوونکو د جنسیتونو، قومونو او ژبو پر اساس مطرحه کېږي. خو د علمي څېړنو پر بنسټ د دغې ازموینې پایلې معتبرې نه دي. برېتانیا، المان، پولڼد، هسپانیا او قبرس ویلي چې چمتو دي د درواغو معلومولو الې وکاروي.


اصلي سرچینه: د فرانسې نړیواله راډیو


 

نورې ليکنې