عراق کې بې ځایه شوي ماشومان، رویترز
عراق کې بې ځایه شوي ماشومان، رویترز

د بارسلونا فوټبال کلب د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۵مه نېټه) اعلان وکړ چې له هغو ماشومو کډوالو سره چې په ایټالیا، یونان و لبنان کې دي د ۶ میلیونو یورو په ارزښت مالي مرسته کوي. د فرانسې پخوانی لوبغاړی لیلیان توران د دې پروژې سفیر ټاکل شوی دی.

بارسلونا وایي چې غواړي له ماشومو مهاجرو سره مرسته کړي. د بارسلونا فوټبال کلب د چهارشنبې په ورځ وویل چې ایټالیا، یونان او لبنان کې له ماشومو کډوالو سره د ۶ میلیونو یورو په ارزښت مالي مرسته کوي.

د فرانسې او کټلان پخوانی لوبغاړی لیلیان تورام د دې پروژې سفیر ټاکل شوی دی. نوموړی اوس په لبنان کې دی او هڅه کوي چې د فوټبال له لارې ټولنه کې د ځوانو کډوالو د ادغام پروسې چټکې شي.

د دې پروژې له پیله راهیسې شاوخوا ۱۴۰۰۰ ماشومان له بېلابېلو امتیازاتو برخمن شوي دي. اټکل شوې ده چې یاده پروژه کې د استاوروس نیارکوس په نوم یو جورښت له بارسا سره مرسته وکړي.


 

نورې ليکنې