هنګري کې د کډوالو ضد یوه لوحه، رویترز
هنګري کې د کډوالو ضد یوه لوحه، رویترز

د ملګرو ملتونو هغه کارپوهان چې د توقیف خونو پر وضعیت څېړنه کوي وایي چې هنګري کې ترانزیټي سیمو ته لاس رسی نه لري. دوی د پنجشنې په ورځ (د نومبر ۱۵مه نېټه) وویل چې له دې هیواده وځي.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي، هنګريایي چارواکي هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د روڅکې او تومپا ترانزیټي سیمو ته لاړ شي. د یادو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دې سیمو کې کډوال او پناه غوښتونکي – چې په ډله کې یې ماشومان هم دي – ازادي نه لري.

د ملګرو ملتونو یو کارپوه سېتوندیج رولان ادجووي د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «چارواکي نه پوهېدل چې موږ ترانزیټي سیمو ته ځو. خو دا معلومه خبره ده چې موږ د توقیف خونو پر وضعیت څېړنه کوو.»

د کارپوهانو په خبره د یاد سازمان د بشري حقونو شوری د طرزالعمل پر اساس دوی حق لري چې بې له خنډه له بندي خونو څخه کتنه وکړي.

هنګري کې ترانزیټي ساحې هغو سرحدي سیمو ته ویل کېږي چې کډوال په کې راټول شوي دي.

 

نورې ليکنې