په کاله کې د کډوالو یو کمپ،  د ۲۰۱۸ جنوری میاشت. مهدی شبیل
په کاله کې د کډوالو یو کمپ، د ۲۰۱۸ جنوری میاشت. مهدی شبیل

تېره اونۍ د فرانسې پولې ته د شپیته زیات کډوال انګلستان ته لاړل. د ګاردین د وړځپانی د نومبر ١٨ نیټه د رپورت له مخی، نژدی ٤٠ مهاجر د مانش سمندر له لاری انګلستان ته تللي.

د کډوالو له پاره د مرستې يو سازمان (Auberge des migrants) وایی چې عموما هره وړځ ٢٠ څخه تر ٣٠ پورې مهاجر د ځمکې او سمندر له لارې انګلستان ته ځي خو په تیرو میاشتو کې دغه شمیره مخ په زیاتیدو دی.

د مانش سمندر دتیریدو خطرونه

د نومبر میاشتې په ۱۲مه شپه ۱۷ کډوال په یوه غلا شوې کښتۍ کې د مانش له سمندره تېر شول. د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې یاده کښتۍ کې ۱۴ سړي او درې کم عمره کډوال سپاره وو. د مانش سمندر د قومندانۍ  په ویاند دا یوه بې سارې پېښه وه.

د Auberge des migrants  سازمان وایي چې ځینې کډوال برېټانیا ته د تلو له پاره له مانش څخه تېرېږي خو دا ډېر خطرناک کار دي.

په پا-دو-کاله سیمه کې سمندري تګ راتګ دېر زیات دی. برنار بارون په دې اړه وایي: «له مانش څخه تېرېدل اسان کار نه دی ځکه د ډوبېدو خطر شته. هره ورځ ۶۰۰ مال وړونکې بېړۍ له مانش څخه تېرېږي.

د کډوالو وضعیت مخ په خرابیدو دی

د فرانسی د کاله او ګراند سینت په ښارونو کې د کډوالو وضعیت مخ په خرابیدو دی. د کډوالو له پاره د مرستې سازمانو وایي چې نژدی ٥٠٠ کډوال سړکونو کې اوسیږي. سره له دې چې د نومبر په ١٣ نیټه نژدی ٤٥٠ کډوال د ګراند سینت له ښار نه د کډوالو مراکز ته ورلېږل شول خو لا هم ځینې کډوال په دې سیمه کې پاتي دي.

دAuberge des migrants   سازمان په ګراند سینت کې کډوالو ته  تودې جامې او خيمو ویشي. خو کریسیتیان سالومه، د دې سازمان یو استازې وایی  چې هره اونۍ، پولیس د کډوالو اسبابونو ورانوی.

د کډوالو له پاره د مرستې يو بل سازمان ( Utopia 56) وایی د ژمی په رارسیدلو او د پلیس د کنترل زیاتیدو سره د کډوالو وضعیت مخ په خرابیدو دی. د کاله ښاروالۍ په تیرو اونۍ کې د دغی ښار یو سالون چې د چې د کډوالو تجمع ځای و، بند کړی دی. د ښاروالۍ په وینا، ځینی خلک د کډوالو د تجمع له امله شکایت کری و. خو د Auberge des migrants سازمان په نظر د ښاروالۍ تصمیم د کډوالو په هکله یو نامعقول تصمیم دی.  


 

نورې ليکنې