افغان کډوال ماشومان په یونان کې.  کړیدیټ: یونیسکو
افغان کډوال ماشومان په یونان کې. کړیدیټ: یونیسکو

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان، یونېسکو، خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې د کډوالو ډېر ماشومان له مناسب تعليم څخه محروم دي.

د۲۰۱۹م کال له پاره د مهاجرت، ادغام او تعليم تر عنوان لاندې د یونېسکو له رپوټ څخه معلومېږي چې د کډوالو نیمایې برخه نابالغه کسان ديدغه ماشومان معمولاً په کوربه هیوادونو کې تعليمي نظام ته لاسرسی نه لري.

د يونېسکو په وینا، د ٢٠١١ او ٢٠١٦ په کلونو کې ٨٦٠٠٠ کم سنه پناه غوښتونکي ایټالیا ته رسیدلي دي.  په دغه شمېر کې ٧٣٪ کډوال ماشومان بې سرپرسته دي او صرف یوه برخه یې ښوونځي ته ځي.

په راپور کې ویل شوي چه د اتریش او هنګري په ټوقیف خانو کې  پناه غوښتونکي ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري. 

 د یونېسکو په رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د بلغاریا، پولنډ، چک جمهوریت، کرووېشیا، اتریش او هنګري هیوادونه نه غواړي چې «د کډوالۍ نړيوال تړون» لاسلیک کړي. 

 یونېسکو د کډوالو له پاره د موازي تعلیمي سیسټم او په فزیکي توګه په کوربه هیوادونو کې د کډوالو ماشومانو جلا کول د منلو وړ نه بولي. 

 د رپوټ له مخې، د کډوالو ماشومانو د روزنیز ادغام په برخه کې، د چاد، ایتوپیا او یوګاندا په شان، د لږو امکاناتو درلودونکي هیوادونه ښه اقدام کړی دی.


 

نورې ليکنې