د کډوال نیوز له ارشیف څخه
د کډوال نیوز له ارشیف څخه

فرانسه کې د اوکسر یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۲۱مه نېټه) وویل چې د دې ښار د مهاجرو په یوه ګډ کور کې د دوو مهاجرو ترمنځ د شخړې له امله یو ۲۵ کلن افغان کډوال وژل شوی دی.

د اوکسر ښار څارنواله سوفي ماکار – مولن د فرانسې خبري اژانس ته وایي چې یاد کډوال پر چاړې وهل شوی و او د سیمې په یو روغتون کې ومړ.

ویل کېږي چې وژل شوی کډوال فرانسه کې له «جانبي ساتنې» څخه برخمن و. 

د محکمې په وینا یو ۱۹ کلن نایجریایي کډوال د یاد افغان د عمدي وژنې په تور نیول شوی او اوس په توقیف خونه کې دی. 

دا لومړی ځل نه دی چې اروپایي هیوادونو کې کډوال د خپلمځنیو شخړو له امله مړه او یا ټپیان کېږي. 

 

نورې ليکنې