د بشري حقونو د څېړونکي په رپوټ کې د یو ماشوم انځور، کرېډېټ: defenseurdesdroits.fr
د بشري حقونو د څېړونکي په رپوټ کې د یو ماشوم انځور، کرېډېټ: defenseurdesdroits.fr

د ماشومانو د ورځې په مناسبت د فرانسې جمهوریت د حقونو مدافع ژاک توبون د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۰مه نېټه) وویل چې فرانسه کې د کم عمره ماشومانو انساني حقونو ته باید درناوی وشي. نوموړی وایي چې د ماشوم لرونکو کورنیو توقیفول د ماشومانو پر ژوند او رواني حالت ناوړه اغیزه کوي.

روحي فشار، بې خوبي، ژبني او روزنیز مشکلات... د فرانسې د حقونو مدافع ژاک توبون وایي، هغه ماشومان چې اداري توقیف خونو ته استول کېږي په راتلونکې کې له جدي ستونزې سره مخامخېږي.

په یوه رپوټ کې چې د نومبر پر ۲۰مه نېټه خپور شو د فرانسې د حقونو مدافع حکومت او پارلمان ته لیکي، چې د ماشوم لرونکو کورنیو توقیفول د ماشومانو پر رواني حالت ناوړه اغیزه کوي او دا کار باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

په رپوټ کې راغلي: «فرانسوي چارواکي د توقیف جانبي عوارضو ته پام نه کوي.» ژاک توبون په خپل رپوټ کې زیاتوي چې فرانسوي چارواکي نه پوهېږي چې ماشومان څه ته اړتیا لري او له هغوی سره باید څه ډول چلند وشي.

توقیف خونو کې د ماشومانو ستونزې

په همدې حال کې سیماد یا د کډوالو د حقونو یو مدافع انجمن وایي چې دا کار د ډبرو د زمانې میراث دی. فرانسه کې د توقیف خونو د چارو یو څېړونکی داوید روحي کډوال نیوز ته وایي: «په نننۍ نړۍ کې ټول خلک پوهېږي چې نامناسب چاپېریال حتی پر جنینونه ناوړه اغیزه کوي.» نوموړی وایي چې توقیف خونې ته تلل که د څو ساعتو له پاره هم وي، د ماشومانو راتلونکی زیانمنوي. هغه زیاتوي: «ځینو مواردو کې زموږ د سروې ډلې له داسې ماشومانو سره مخ کېږي چې ژاړي، ډوډۍ نه خوړي، په خپل بستر متیازې کوي.»

د پریمو لوي د مرکز یو روانپوه عمر ګرېرو وایي چې توقیف خونو کې ماشومان پر ځینو ناروغیو اخته کېږي، لکه: ګونګتوب، باغو، رواني فشار، اضطراب، له خلکو لیرې ګرزېدنه او یا تاوتریخوالی. د عمر ګرېرو په خبره: «له بنده خوشي کړل شویو ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.»  

نوموړی زیاتوي: «کله چې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره توقیف خونې ته استول کېږي نو په دې حالت کې مور او پلار د خپل ژوند واک نه لري. که مېندې پلرونه د واک خاوندان نه وي نو ماشومانو ته د تاوتریخوالي او یا د ګوښه ګیري زمینې برابرېږي. باید ووایو چې د کم عمره ماشومانو توقیفول زموږ راتلونکی زیانمنوي.»

خو څه باید وکړو؟ نوموړی وایي: «باید له ماشومانو سره خبرې وکړو، ور ته ووایو چې دا یو موقتي حالت دی، چې موږ له توقیف خونې خلاصېږو، او دا چې دوی کوم بد کار نه دی کړی. باید ماشومانو ته اطمینان ورکړو. باید هغوی ته ووایو چې تشویش و نه کړي.»

۲۰۱۷ کې له ۳۰۰ زیات کډوال ماشومان په بند کې وو

په تېرو کلونو کې د فرانسې حکومت د بشري حقونو د اروپایي محکمې له خوا د «غیرانساني چلند» په تور محکوم شوی دی. خو تر اوسه وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د سیماد سازمان یو ګرافیک چې فرانسه کې د توقیف شویو ماشومانو شمېر ښيي، سیماد

د سیماد په خبره تېر کال ۳۰۴ ماشومان د فرانسې په اداري توقیف خونو کې ول. د ۲۰۱۸م کال د نومبر پر ۱۵مه نېټه ۱۷۱ کډوال ماشومان په بند کې وو. داوید روحي په دې اړه وایي: «د توقیف شویو ماشوم لرونکو کورنیو شمېر ډېر دی. کورنۍ د اخراج پروسې د چټکولو له پاره نیول کېږي او ماشومان هم له هغوی سره توقیف خونو ته ځي.»

د کورنۍ حبس خطر

سیماد همداراز د کورنۍ حصر په باره کې اندېښمن دی. په یوه خبرپاڼه کې چې د نومبر پر ۱۵مه نېټه د ځینو انجمنو له خوا خپره شوه ویل شوي چې کورنۍ حصر د ماشومانو پر ژوند ناوړه اغیزه کوي. خبرپاڼه زیاتوي چې په دې حالت کې ماشومان له تاوتریخوالي سره مخامخېږي.

په یوه ډله ییزه عریضه کې چې د فرانسې جمهوررئیس امانوئل مکرون ته استول شوې سیماد له ولسمشره غواړي چې فرانسه کې د ماشومانو توقیفول باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

 

نورې ليکنې