د بې سرحده ډاکټرانو مرکز، کرېډېت: اګوستن لو ګال / هایتم پېکچرز
د بې سرحده ډاکټرانو مرکز، کرېډېت: اګوستن لو ګال / هایتم پېکچرز

د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ایل – دو – فرانس په سن – سن – دني سیمه کې د کم عمره او بې سرپرسته کډوالو د هرکلي یو مرکز پرانیستل شو. دا مرکز چې کامنا نومېږي په بوبیني کې موقعیت لري او په اداري چارو کې له تنکیو ځوانو کډوالو سره مرسته کوي.

د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه د ایل – دو – فرانس په سن – سن – دني سیمه کې د کم عمره او بې سرپرسته کدوالو د هرکلي یو مرکز پرانیستل شو.

د یادونې وړ ده چې د کامنا (Camna) او پېمي (PEMIE) تر منځ توپیر شته. ځکه کامنا د کم عمره کډوالو د هرکلي مرکز دی خو پېمي د کم عمره کډوالو د ازمویلو مرکز دی او د سره صلیب له خوا اداره کېږي.

مانا یې دا چې لومړی کم عمره کډوال پېمي ته ځي ترڅو چې عمر یې معلوم او تایید شي. د ازموینې پر مهال کډوال د پېمي په ګډو کورونو او یا په هوټلونو کې اوسېږي.

خو کله چې د کډوالو عمرونه معلوم او تایید شول، کامنا په هوټلونو او یا ګډو کورونو کې ور ته ځای برابروي.

کامنا په اداري چارو کې له ځوانو کډوالو سره مرسته کوي، لکه د هویت کارټ د تر لاسه کولو په برخه کې او...

فرانسه کې له ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ پورې د کم عمره کډوالو شمېر دوه چنده شوی.

د رسمي احصائیو پر بنسټ په ۲۰۱۷ کې د فرانسې په ډېپارتمنتونو کې ۲۵۰۰۰ کم عمره کډوال موجود وو خو په ۲۰۱۸ کال کې د کم عمره کډوالو شمېر ۴۰۰۰۰ تنو ته رسېږي. اوس مهال د سن – سن – دني په ډیپارتمنت کې ۱۲۰۰ کم عمره کډوال شته.


- پېمي 

پته: 1-15 rue Benoît Frachon – 93 000 Bobigny

کاري ساعتونه: دوشنبه، سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه

۹ – ۱۲:۳۰

۱:۳۰ – ۳۰: ۵

- کامنا

پته: 2 rue Pablo Picasso – 93 000 Bobigny

کاري ساعتونه: دوشنبه، سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه، جمعه

۳۰: ۸ – ۱۲:۳۰

۱:۳۰ – ۳۰: ۵


 

نورې ليکنې