کرېډېټ: پیکچر - الیانس
کرېډېټ: پیکچر - الیانس

فرانسه کې اس.او.اس سولیداریتې او فرم دوونیغ انجمنونه کډوالو ته د کرهنې په برخه کې د زده کړې زمینې برابروي. کډوال د زده کړې پر مهال – ۶، ۹ او یا ۱۲ میاشتې – له متخصصانو سره په تماس کې دي او په کروندو کې اوسېږي.

د کرهنې له لارې د فرانسې په ټولنه کې ادغامېدل: دا د اس.او.اس سولیداریتې (SOS Solidarité) او فرم دوونیغ (Fermes d’avenir) انجمنونو نوې پروژه ده. کډوال او له جانبي ساتنو څخه برخمنو کسان کولی شي چې د دې پروژې له امتیازاتو څخه استفاده وکړي.

د یادې پروژې یو مسئول کډوال نیوز ته وایي: «فرانسه کې کار موندل اسان نه دی ځکه کډوال باید په فرانسوي خبرې وکړي. خو د دې پروژې په مرسته کډوالو ته دا زمینه برابرېږي چې د کرهنې په برخه کې ځان ته کار پیدا کړي.»

دا پروژه چې د ۶، ۹، او یا ۱۲ میاشتو له پاره دی د هغو کسانو د پاره جوړه شوې چې د کرهنې په برخه کې تجربې لري.

د کرهنې په پروژه کې معمولاً یو «فرانسوي» او یو «مهاجر» له یو بل سره درس وایي. د پروژې د مسئول په خبره: «دا مسئله ځکه مهمه ده چې هغوی له یو بل سره خبرې کوي او له یو بل څخه مرسته غواړي.»

د یادونې وړ ده چې د پروژې پر مهال کډوال په کروندو کې اوسېږي او په عملي ډول فعالیت کوي. کروندو کې هغوی ته په وړیا توګه خواړه ورکول کېږي.

همداراز یو ټولنیز کارکوونکی هم له کډوالو سره مرسته کوي ترڅو چې هغوی د کار او کور موندلو، مسلکي زده کړو او ادغام په برخو کې له ستونزو سره مخامخ نه شي.


- که تاسو د دغې پروژې سره علاقه لرئ نو په دې پته برښنالیک استولی شئ: anne-lore.leguicheux@groupe-sos.org


 

نورې ليکنې