بوتاري لارۍ د مهاجرت د تاریخ په موزیم کې، د مهاجرت د تاریخ موزیم
بوتاري لارۍ د مهاجرت د تاریخ په موزیم کې، د مهاجرت د تاریخ موزیم

د پاریس په دوو موزیمو کې د کډوالو په اړه نندارتونونه جوړ شوي دي. «پرسونا ګراټا» د مهاجرت د تاریخ او د وال مارن د معاصرو هنرونو په موزیمونه کې جوړ شوي او د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې به دوام ولري.

په داسې حال کې چې اروپا کې د کډوالو د وضعیت په اړه بحثونه روان دي، د پاریس په دوو موزیمو کې د کډوالو په اړه نندارتونونه جوړ شوي.

«پرسونا ګراټا» د لواري محمد بکیر - چې یو الجزایري الاصل هنرمن دی - له هنري اثرو څخه الهام اخیستی دی. د یاد نندارتون یوه مسئوله ایزابل رنار وایي چې پرسونا ګراټا د کډوالو د هرکلي په باره کې ده.

لواري محمد بکیر، پرسونا ګراټا، ۲۰۱۶، نئون، د مهاجرت د تاریخ موزیم، اورلئان مول، اداګپ، پاریس ۲۰۱۸

د کډوالۍ ستونزې

د پرسونا ګراټا په نندارتون کې داسې اثرونه شته چې لیدونکی فکر کولو ته پاروي. د بېلګې په توګه یو اثر چې «الدورادو» نومېږي د مهاجرت لارې د مشکلات په اړه دی. محمد بکیري د خپل اثر په واسطه لیدونکو ته وایي چې د هغو کډوالو په اړه سوچ وکړي چې له تړلو سرحدونو سره مخامخېږي.  

په دې نندارتون کې بېلابېل هنري اثار موجود دي: لکه عکسونه، ویډیوګان او انځورونه. کلمبیایي هنرمن مارکوس اویلا فورېرو په یوه ویډیو کې د یوې وړوکې بېړۍ په واسطه د مراکش له اوجا ښار څخه د هسپانیا ملیلا ښار ته ځي. دا بېړۍ د هغو بېړیو په شان ده چې کډوال په کې له افریقایي هیوادونو اروپا ته راځي. د ویډیو په پای کې یاده بېړۍ له نظره ورکېږي.

مارکوس اویلا فورېرو، کایوکو، سیاژ اوجدا، اګادپ، پاریس ۲۰۱۸

د «هویت» مسئله

د دې نندارتون په هنري اثرو کې د ځینو داسې هنرمنانو اثار هم شته چې په اصل کې مهاجر دي. د بېلګې په توګه ارمني الاصل ساکري او یا چیني الاصل شي لي چې په ۲۰۰۶ کې فرانسې ته راغلي او یا فلسطیني الاصله مونا حاتم چې له ۴۰ کلونو راهیسې لیبیا، لنډن او برلین کې مهاجره ده.

ایزابل رنار وایي: «د هغوی په اثرو کې د کډوالۍ له موضوع سره مخېږو، او یا هم د هویت له مسئلې سره.»

په دې نندارتون کې یوه داسې برخه هم شته چې نوم یې دا دی: «پاتې شم که لاړ شم؟»

د چیني الاصل هنرمن شي لي یو اثر «زه او زه» نومېږي او په کې د یو کس دوه شخصیتونه ښودل شوي دي. مانا یې دا چې کډوال معمولاً دوه شخصیتونه لري: هغه شخصیت چې په خپل هیواد کې لري او هغه شخصیت چې له مهاجرت وروسته جوړېږي.

 شي لي، زه او زه، ۲۰۱۵


د مهاجرت د تاریخ موزیم

پته: 293, avenue Daumesnil, 75012 Paris

سه شنبه، پنجشنبه، جمعه: له ۱۰ تر ۵ و نیمو بجو پورې

چهارشنبه: له ۱۰ تر ۹ بجو پورې

یک شنبه او دوشنبه: له ۱۰ تر ۷ بجو پورې

د وال مارن د معاصرو هنرونو موزیم

پته: place de la Libération, 94400 Vitry-sur-Seine

سه شنبه، پنجشنبه، جمعه: له ۱۰ تر ۱۸ بجو پورې

شنبه او یک شنبه: له ۱۲ تر ۷ بجو پورې


 

نورې ليکنې