کډوال نیوز
کډوال نیوز

لویې څپې او له کښتیو سره ټکرونه... مانش سمندر کې یو ژغورونکی کډوالو ته د سمندري سفر د خطرونو په اړه خبرداری ورکوي.

د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ وایي چې د شنبې په شپه (د نومبر ۲۴مه نېته) یې پا - دو - کلې سیمه کې ۸ کډوال له ډوبېدو ژغورلي دي. یاد کډوال په یوه وړوکې بېړې کې ول او هدف یې دا و چې برېتانیا ته لاړ شي.

کلې کې له سمندره د ژغورنې ملي ټولنې مشر برنارد بارون وایي: «کډوال فکر کوي چې دا کومه ولاړې اوبه ده، خو دا سمه نه ده. مانش ډېر خطرناک دی.» نوموړی د ناقانونه سفرونو په اړه اندېښمن دی او وایي چې کلې کې د ژغورنې کښتۍ له ۱۵ ورځو راهیسې خرابه شوې او اوس د بولونی، ډنکرک او ګرېفلاینز کښتۍ د کډوالو د ژغورلو عملیات ترسره کوي.  

قاچاق وړونکي د کډوالو د ژوند په اړه اندېښمن نه دي

د چهارشنبې په شپه (د نومبر ۲۲مه نېټه) ۱۸ کډوال د مانش له سمندره وژغورل شول. له هغې نه وړاندې شاوخوا ۴۰ نور کسان له همدې سمندره ژغورل شوي وو. د مانش او د شمالي سمندر قومندانۍ وایي چې د مانش له سمندره تېرېدل نوې پدیدې ته بدلې شوې. د یادې قومندانۍ په خبره: «قاچاق وړونکي د کډوالو د ژوند په اړه اندېښمن نه دي. دوی کډوالو ته وایي چې د مانش له سمندره تېرېدل کوم خطر نه لري، خو دا بالکل ناسمه خبره ده.»

برنار بارون وایي: «برېتانیا د فرانسې له سرحدونو څخه کابو ۷۰ کیلومټره فاصله لري. خو په مانش کې مد او جزر هم شته او له همدې کبله د مانش له سمندره تېرېدل اسان کار نه دی.»

لویې څپې

بله ستونزه: د هوا حالات. د مانش او د شمالي سمندر د قومندانۍ ویاند انګرید پارو وایي چې په ژمي کې د هوا حالات بدلېدلی شي.

کډوال اکثراً د شپې له خوا برېتانیا ته د تلو هڅه کوي او هیله لري چې په ۲ او یا ۳ ساعتو کې یاد هیواد ته ورسېږي، خو سمندري سفر معمولاً تر ۱۴ ساعتو پورې دوام کوي. برنار بارون په دې اړه وایي: «په ۱۴ ساعتو کې د هوا حالات بدلېدلی شي. بله خبره دا چې مانش کې لویې څپې موجودې دي.»

کډوال نه د ژغورنې واسکټونه لري او نه د ژغورنې کړۍ

برنار بارون وایي چې مانش کې له کښتیو سره د ټکر خطر هم شته. د نوموړي په خبره: «په مانش کې ډېر تګ راتګ کېږي. هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کښتۍ له سمندره تېرېږي. په دې حالت کې د ټکر خطر شته. که کومه پېښه رامنځته شي نو کډوال د مرګ له خطر سره مخېږي. ځکه دوی نه د ژغورنې واسکټونه لري او نه د ژغورنې کړۍ.»

تر اوسه پورې مانش کې د مړه شویو کسانو شمېر معلوم نه دی.

برنارد بارون په دې اړه وایي: «په اکثرو مواردو کې مړه شوي کسان سمندر کې لادرکه کېږي.»


د لا زیاتو معلوماتو په اړه: پاریس او کاله کې کډوالو ته ګرمې جامې ورکول کېږي

 

نورې ليکنې