هالنډ کې د بېتل کلیسا، ګوګل ستریټ ویو
هالنډ کې د بېتل کلیسا، ګوګل ستریټ ویو

د اکتوبر له ۲۶ نېټې راهیسې د لاهې ښار بېتل کلیسا یوې ارمنۍ کورنۍ ته پناه ورکړې ده. بېتل کلیسا کې اوس مهال د شپې او د ورځې له خوا مذهبي مراسم روان دي. د هالند د قوانینو له مخې پولیس حق نه لري چې د مذهبي مراسمو پر مهال کلیساګانو ته داخل شي.

هالنډ کې ځینې کشیشان د یوې ارمنۍ کورنۍ د اخراج د مخنیوي له پاره د شپې او د ورځې له خوا مذهبي مراسم اجرا کوي. یاده کورنۍ د لاهې ښار په بېتل کلیسا کې پناه اخیستې ده.

د هالنډ د قوانینو له مخې پولیس حق نه لري چې د مذهبي مراسمو پر مهال کلیساګانو ته داخل شي. له همدې کبله د بېتل کشیشان هڅه کوي چې د مذهبي مراسمو په مرسته د تمرازیان کورنۍ د اخراج مخه ونیسي. یاده کورنۍ له ۹ کلونو راهیسې په هالنډ کې اوسېږي.

د بېتل ویاند او د پروټسټانو د عمومي شوری مشر تیو حېتېما کډوال نیوز ته وایي: «اوس مهال زموږ په کلیسا کې شاوخوا ۴۰۰ کشیشان شته چې له بېلابېلو ځایونو راغلي دي.»

تامرازیان کورنۍ درې ماشومان لري. د یادې کورنۍ پلار ارمنستان کې پر سیاسي فعالیتونه بوخت و. سره له دې چې پناه غوښتنه یې د یوه قاضي له خوا منل شوې وه، خو بیا د هالنډ حکومت پرېکړه وکړه چې دوسیه یې له سره وڅېړل شي.

تیو حېتېما وایي: «دا زموږ دنده ده چې له ستونزو لرونکو کسانو سره مرسته کړو. زموږ په ټولنه کې باید د کډوالو حقونو ته درناوی وشي.»

د نوموړي په خبره بېتل کلیسا تصمیم نه لري چې خپل مذهبي مراسم ودروي. دوی هیله لري چې د کډوالو وزارت تامرازیان کورنۍ ته هالنډ کې د اوسېدو اجازه ورکړي.


 

نورې ليکنې