تر اوسه پورې ډېر اروپایي هیوادونه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو پر نړیوال تړون نیوکه کړې. خو دا تړون څه دی او د کډوالو په اړه څه وایي؟
اټکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه د ډسمبر په ۱۰ او ۱۱ مراکش ښار کې راټول شي او د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو نړیوال تړون لاسلیک کړي. په نړیواله کچه کې دا تړون لومړی داسې سند دی چې د مهاجرو مسئلې ته پام کوي. خو تر اوسه پورې ډېر اروپایي هیوادونه پرې نیوکه کړې.
د منتقدانو په ډله کې پولڼد، اتریش، هنګري، چک جمهوریت، کرووېشیا او بلغاریا هیوادونه شامل دي. خو داسې معلومېږي چې ښایې په راتلونکې کې بلجیم، ډنمارک، ایټالیا، هالنډ، استونیا، سلواکیا او سویس هیوادونه هم ورسره یو ځای شي.
د ۲۰۱۵ د مهاجرت له کړکېچ وروسته د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه پرېکړه وکړه چې د ۱۸ میاشتو په موده کې د کډوالو له پاره یو نړیوال تړون جوړ کړي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې دې تړون کې د کډوالو په اړه څه ویل شوي، او دا چې ولې ځینې اروپایي هیوادونه پرې نیوکه کوي.
خپلواکي او د مهاجرت حق
هغه اروپایي هیوادونه چې غواړي د مهاجرت له تړونه ووځي وایي چې د دې سند په لاسلیکولو سره یې خپلواکي له لاسه ورکوي. دوی دا هم وایي چې د ملګرو ملتونو په سند کې «د مهاجرت حق» په رسميت پېژندل شوی دی. خو که سند ته نظر واچوو نو و به مومو چې دا خبره ناسمه ده: د مهاجرت په تړون کې راغلي چې اروپایي هیوادونه دې د مهاجرو حقونو ته درناوی وکړي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو تړون کوم حقوقي الزامیت نه لري. خو له دې سره سره د هر میلادي کال په پای کې د کډوالو په مقابل کې د هیوادونو سلوک او رویې ارزول کېږي.
د توکم پالنې ضد تړون
تړون کې ځینې داسې قاعدې هم شته چې له مخې یې د مهاجرت په ټولو مرحلو کې باید د مهاجرو حقونو ته درناوی وشي.
د بېلګې په توګه مهاجر حق لري چې روغتیایي خدماتو ته لاس رسی ولري. تړون کې دا هم راغلي چې د کډوالو پر ضد تاوتریخوالي او توکم پالنې ته سزا ورکول شي.
د ملګرو ملتونو د تړون پر بنسټ کوربه هیوادونو کې کډوال د «سوکالي، بدلون او پرمختګ» مهمې سرچینې دي.
ځینې هیوادونه وایي چې تړون کې د قانوني او ناقانونه کډوالو ترمنځ کوم توپیر نه شته. خو دا خبره هم سمه نه ښکاري ځکه د سند په متن کې څو ځلي د «انساني قاچاق پر ضد مبارزې» ته اشاره شوې.
نړیوال سایټ د ویزو او د سفر سندونو له پاره
د ملګرو ملتونو په تړون کې دا هم راغلي چې د کډوالو له پاره باید داسې یو نړیوال سایټ جوړ شي چې ټول ضروري معلومات په کې درج وي: لکه د ویزو په اړه معلومات، د کار سند، د زده کړې فرصتونه او په ځینو هیوادونو کې د ژوند وضعیت. همداراز تړون کې راغلي چې د مهاجرت په ځینو لارو کې باید معلوماتي څانګې جوړې شي.
د دې سند له مخې تړون ته الحاق شوي هیوادونه د سفر کولو له پاره باید داسې سندونه هم جور کړي چې په نړیواله کچه کې پېژندل شوي وي.