په ايران کي اوسېدونکي زيات افغان کډوال له اقتصادي بې وزلۍ څخه شکايت کوي.
په ايران کي اوسېدونکي زيات افغان کډوال له اقتصادي بې وزلۍ څخه شکايت کوي.

د راپورونو پر اساس د ايران د پيسو د ارزښت په کميدو سره سږکال ډيری افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شول او يا هم هڅه کوي ترکيې هيواد ته داخل شي او له هغه ځايه ځانونه اروپايي هيوادونو ته ورسوي.

رويټرز د مهاجرت نړيواله ادارې په حواله ليکي چې روان کال له ۷۰۰ زرو څخه ډير افغان مهاجر له ايران څخه بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د چارو کارپوهان په ايران کې موجوده بد سياسي او اقتصادي وضعيت د بيرته ستنيدا لامل بولي. 

د مهاجرت نړيوالې ادارې په يوه رپوټ کې ويل شوي دي چې د دسمبر مياشتې تر لمړۍ ټول ټال ۷۵۲ ۳۲۵ زره افغان مهاجر له ايران او پاکستان څخه بيرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دغه شمير څخه ۷۲۱۶۳۳ تنه يې له ايران څخه تللي دي. 

په دغه رپوټ کې ويل شوي: «له ايران څخه د بې اسناده افرادو د بيرته ستنيدا په بهير کې د مخکينو کلونو په پرتله په ښکاره ډول ډيروالی رامنځ ته شوی دی. وجې يې د ايران د پٍيسو ارزښت د ډير ټيټيدو سربيره، په دغه هيواد کې رامنځ ته شوی ورستی سياسي او اقتصادي وضعيت دی.» 

د مهاجرت نړيوالې ادارې په رپوټ کې زياته شوې ده چې په ايران کې د غيررسمي افغان کارګرانو تقاضا ډيره کمه شوې ده. 

ايراني رسنۍ ليکي چي د ايران د پيسو ارزښت په کميدو سره سږکال ډيری افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شول او يا هم هڅه کوي ترکيې هيواد ته داخل شي او له هغه ځايه ځانونه اروپايي هيوادونو ته ورسوي. د ايراني رسنيو په خبره سږکال د دغه هيواد د پيسو ارزښت تر شاوخوا ۷۰ سلنې پورې ولويد. 

ايران د ۲۰۱۶م کال په لمړيو کې پر دې وتوانيد چې د يوه تړون په نتيجه کې خپل اټومي پروګرام چې د څو کلونو له پاره ورباندې نړويوال بنديزونو لګول شوي ول، بيرته راووځي. 

خو په می مياشت کې ولسمشر دونالد ترمپ له دغه تړونه بيرته په شا شو او هغه يې د ايران په ګټه يو ناقض تړون وباله. امريکا پر ايران خپلو پراخو بنديزونو ته ادامه ورکړه چې په هغو کې تر ټولو درانه يې، د نوامبر په ۵مه د دغه هيواد پر بانکونو او تيلو لګول شوي بنديزونه دي.

د ناروې د مهاجرت شورا مشر جان ایګلند رويټرز ته وويل چې د امريکا متحده ايالتونو له خوا پر ايران باندې د فشارونه وضع کول به د افغانستان له پاره د ستونزو راولاړيدو لامل واقع شي.

ايګلند وايي: «د ترمپ بنديزونه به د ايران اقتصاد بې اعتباره کړي، چې دا عملا جريان لري . په دې لړ کې به افغانان لمړني هغه کسان وي چې په دغه ځای کې به خپل شتون له لاسه ورکوي.» 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي توبي لانځر تيره مياشت په ژنيو کې خبريالانو ته وويل چې دغه سازمان تمه درلوده چې سږکال به له پاکستان څخه ۷۰۰ زره افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شي، خو له دې څخه په کراتو لږ شمير ستانه شول په داسې حال کې چې له ايران څخه د بیرته ستنيدا بهير د ملګرو ملتونو له پاره حيرانونکې ده.

منبع: د آلمان ږغ

 

نورې ليکنې