ویروتییر کمپ کې ډېر کډوال له ایران او یا افریقایي هیوادونو سره تړاو لري. کرېډېټ: مهدي شبیل
ویروتییر کمپ کې ډېر کډوال له ایران او یا افریقایي هیوادونو سره تړاو لري. کرېډېټ: مهدي شبیل

د بشري حقونو د سازمانونو او مدافع بنسټونو په حواله د فرانسې په کالې ښار کې شاوخوا ۵۰۰ کډوال ژوند کوي. یاد کډوال له بېلابېلو هیوادونو سره تړاو لري خو اکثریت یې افغانان، کردان، ایرانیان او افریقایان دي. له کالې څخه د کډوال نیوز خبریال رپوټ ورکوي.

کالې، یا د کډوالو په خبره: «کالاس». موږ د غرمې د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د کالې هغه کمپ ته ورځو چې افغان او کرد کډوال په کې په ډېرو خرابو شرایطو کې اوسېږي. کمپ کې هوا ډېره سړه ده او کډوال تر خیمو لاندې دي. موږ داسې یوې خیمې ته ورځو چې په کې یوه کردۍ کورنۍ ژوند کوي. ۵۱ کلنه رقیې د کورنۍ مور ده او زامن یې زیار (۳۱ کلن)، رحمان (۱۵ کلن) او رهبر نومېږي. رقیې وایي چې له یوې اونۍ راهیسې د کالې په دغه ناقانونه کمپ کې اوسېږي او ژوند یې له ستونزو ډک دی. د نوموړې په وینا کمپ کې هېڅ ډول امکانات نه شته او ټول کډوال په دې هیله دي چې ډېر ژر برېتانیا ته لاړ شي. اغلې رقیې له بېلابېلو ناروغیو شکایت کوي او وایي چې رضاکار ډاکټران کله ناکله کمپ ته راځي او ناروغو کډوالو ته دوا ورکوي. د دې کردۍ کورنۍ تر ټولو کوچنی غړی ۱۵ کلن رحمان ګونګی او معیوب دی. نوموړی یو مات شوی ویلچر لري او په ډېرې سختۍ سره له خیمې څخه وتلی شي.


کالې کې څوک کډوالو ته ډوډۍ ورکوي؟

کالې کې د ویرال کمپ اوسېدونکي وایي چې له ستونزو سره سره د کډوالو حقونو مدافع سازمانونه ور ته د سهار، غرمې او شپې له خوا ډوډۍ ورکوي. کردي کډوال زیار چې د عراق له سلیمانیې سیمې سره تړاو لري له خپلې مور سره د طعام د وېشلو ځای په لور روان دی. په یوه میدان کې چې د کمپ په شاوخوا کې موقعیت لري ګڼ شمېر کډوال د لا وي اکتیو سازمان (La Vie Active) د غذا په صف کې ولاړ دي. د کډوالو په ډله کې ډېر افغانان او کردان لیدل کېږي. کالې کې افغان کډوال معمولاً مجرد کسان دي خو د کردانو په ډله کې کورنۍ او ماشومان هم شته. کورنۍ د ډوډۍ تر اخیستلو وروسته پر نمجنه او خټینه ځمکه کېني او د غذا پر مهال له یو بل سره خبرې کوي. ځینې مجرد کډوال هم سګرټ څکوي او یا د لا وي اکتیو له رضاکارانو سره مرسته کوي.

صادق خان یو افغان کډوال دی چې له ۲۰۱۵ راهیسې د لا وي اکتیو سازمان سره کار کوي. نوموړی چې د افغانستان د پکتیا ولایت دی وايي چې یو ۶ کلن ماشوم لري او کالې کې اوسېږي. د لا وي اکتیو یو نور غړی لوران کوکل د خواړې او اوبو د توزیع کولو په اړه وایي: «کډوالو ته هره ورځ له ۹ و نیمو تر ۱۱ و نیمو بجو پورې سبا ناری ورکول کېږي. د غرمې ډوډۍ له ۱ و نیمو بجو تر ۳ و نیمو بجو پورې توزیع کېږي.»

په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ (Utopia 56) سازمان غړې شارلوت وایي چې کالې کې د طعام د وېشلو له پاره ۵ ځایونه شته او یوتوپیا ۵۶ په ورځ کې دوه ځلي کډوالو ته ډوډۍ ورکوي. نوموړې دا هم وایي چې په ویروال کمپ کې کډوالو ته ګرمې جامې هم ورکول کېږي. د اغلې شارلوت په وینا: «دلته هم فرانسوي سازمانونه فعالیت کوي او هم انګریزي ټولنې. د بېلګې په توګه رفیوجي کمیونېټي کېچن (Refugee Community Kitchen) یو برېتانوي سازمان دی چې د غرمې او شپې له خوا کډوالو ته غذا ورکوي. دوی همداراز ګراند سنت سیمه کې کډوالو ته خواړه استوي. د یادونې وړ ده چې موږ یوازې له رضاکارانو سره کار کوو.»


د فرانسې پولیسو له کډوالو سره څرنګه چلند کوي؟

د چهارشنبې په ورځ (د ډېسمبر ۵مه نېټه) کالې کې د کډوالو حقونو څلور مدافع سازمانونه په یوه ګډ رپوټ کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۷م کال له نومبر میاشتې راهیسې د کډوالو پر وړاندې د پولیسو د تاوتریخوالي ۲۴۴ پېښې ثبتې شوې دي. د رپوټ له مخې په ځینو مواردو کې فرانسوي پولیسو د کډوالو خیمې په زور اخلي، مهاجرو ته سپکاوی کوي، د رضاکارانو پر وړاندې له تشدد څخه کار اخلي.

اغلې شارلوت وایي چې کالې کې د کډوالو کمپونه هره ورځ د پولیسو له خوا تخلیه کېږي، له همدې سبب کډوال مجبورېږي چې ځان ته له سره د اوسېدو موقتي ځایونه جوړ کړي.

کردۍ کډواله رقیې خپلې خیمې ته ننوزي او وایي: «له ډېرې مجبورۍ هره ورځ له یو ځای نه بل ځای ته ځو.» نوموړې خپل معیوب زوی ته اشاره کوي او زیاتوي: «کله چې یو معیوب کس له تاسو سره وي نو خامخا ژوند سختېږي. اوس فکر وکړئ چې زما ژوند څنګه دی. دې ښار کې هره ورځ باران ورېږي.»

کډوال ولې او څنګه برېتانیا ته ورځي؟

کالې کې د کډوالو یو بل کمپ ویروتییر نومېږي چېره چې ایرانیان او افریقایان ژوند کوي، خو په ډله کې یې ځینې افغان کډوال هم دي. ویروتییر ته نن سبا «کوچنی ځنګل» هم ویل کېږي، ځکه د کالې د پخواني ځنګل په شان دی چې په ۲۰۱۶ کې له منځه یووړل شو. د ځینو کډوالو په وینا دې کمپ کې هم کورنۍ اوسېږي او هم مجرد کسان. ۳۵ کلن نیما صادقي یو ایراني کډوال دی چې له خپل ۸ کلن زوی سره تر یوې خیمې لاندې ژوند تېروي. صادقي وایي چې مېرمن یې مړه شوې او هغه په یو وخت کې د خپل زوی مور او پلار دی. نوموړی د ایران له یارسان مذهبي اقلیت سره تړاو لري. د صادق په وینا ځنګل کې ژوند ډېر سخت دی، خو هغه هیله لري چې له خپل زوی سره برېتانیا لاړ شي. نوموړی وایي: «نه غواړم چې فرانسه کې پاتې شم. دلته ژوند سخت دی. ډېر خپلوان مې برېتانیا کې ژوند کوي. پوهېږم چې برېتانیا ته تلل اسان کار نه دی خو زه خپله خواري کوم. په تېرو ورځو کې مې څو ځلي هڅې وکړې. خو ستونزه دا ده چې کډوال په ځینو مواردو کې نه پوهېږي چې لارۍ چېرته ځي.»


دا په داسې حال کې ده چې ۲۵ کلن احمد وایي: «برېتانیا ته تلل سخت کار دی، خو ناممکن نه دی. موږ په هره لارۍ کې نه سپرېږو، ځکه چې ځینې یې بلجیم ته ورځي. د لارۍ تجارتي مال یو بارکوډ لري. لومړی د بارکوډ عکس اخلو او بیا ګورو چې دا د کوم هیواد بارکوډ دی. که د انګلستان بارکوډ وي نو په پټه لارۍ کې سپرېږو.»

خو برېتانیا له تلو مخکې...

د شپې په تیاره کې له څو نورو افغان او ایراني کډوالو سره مخېږو. برېتانیا ته تلل د هغوی یوازنۍ مسئله ده. یو ایراني کډوال جواد وایي چې که په لاریو کې نه شو نو هرو مرو به یوه بېړۍ واخلي. په همدې حال کې افغان کډوال صادق کالې کې د خپل ژوند په اړه اندېښمن دی. هغه وایي چې په ویروتییر کمپ کې کډوال له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي: «وګورئ: دلته اوبه نه شته، کناراب نه شته، د شاور اخیستلو له پاره ځای نه شته، هوا یخه ده، هره ورځ باران ورېږي.»

کالې کې د کډوالو حقونو مدافع سازمانونه وایي چې فرانسوي چارواکي هره ورځ د ځینو کډوالو نومونه ثبتوي او بیا یې په یوه سرویس کې دولتي حمامونو ته وړي. دا په داسې حال کې چې ځینې کډوال وایي، د مهاجرو شمېر ډېر دی او ټولو ته نوبت نه رسېږي.

سازمانونه دا هم وایي چې بعضي کډوال کالې ته له رسېدو وروسته پر نشه یي توکو اخته شوي او کله ناکله د یو بل پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي. دوی همداراز د ځینو مافیایي بانډونو په اړه اندېښمن دي.

د یاودنې وړ ده چې کډوال د ناروغیو پر مهال پاس (PASS) یا «روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي مرکز» او یا روغتونونو ته مراجعه کولی شي. د سازمانونو په وینا پاس کې ډاکټران په فرانسوي، انګلیسي او عربي ژبو خبرې کوي.


 

نورې ليکنې