کردي کډوال رحمان له خپلې کورنۍ سره د کالې په ویروال کمپ کې اوسېږي. کرېډېټ: مهدي شبیل
کردي کډوال رحمان له خپلې کورنۍ سره د کالې په ویروال کمپ کې اوسېږي. کرېډېټ: مهدي شبیل

د کالې په ناقانونه کمپونو کې ګڼ شمېر کم عمره کډوال اوسېږي. کالې کې د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې یاد کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او ځینې یې په روحي ناروغیو اخته شوي دي. دوی همداراز ټینګار کوي چې د فرانسې پولیس په ځینو مواردو کې له کډوالو سره ناوړه چلند کوي. د کډوال نیوز خبریال له کالې څخه رپوټ ورکوي.

سړه هوا او د کم عمره کډوالو ناوړه وضعیت... د کالې په ویروال میدان کې ځینې کډوال د غذا په صف کې ولاړ دي او ځینې یې پر نمجنه ځمکه ناست دي او ډوډۍ خوري.

 ۱۵ کلن عمران تر غذا اخیستلو وروسته له خپلو دوو ملګرو سره د میدان په یو ګوټ کې کېني او د خپل ژوند په اړه را سره خبرې کوي. نوموړی یو کال مخکې له افغانستانه تښتېدلی دی. هغه وایي چې درې وروڼه او مور پلار یې ور سره وو، خو څو میاشتې کېږي چې دوی برېتانیا ته تللي دي او هغه هم غواړي چې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي. عمران زیاتوي: «په تېرو میاشتو کې مې څو ځلي هڅې وکړې چې په لاریو کې ځان برېتانیا ته ورسوم.» 

۱۵ کلن ریحان خان چې له عمران سره یو ځای دی په خندا سره وایي: «خو داسې معلومېږي چې برېتانیا ته تلل اسان کار نه دی.»


ریحان خان له دوو اونیو راهیسې په کالې کې اوسېږي. هغه وایي کله چې افغانستان کې و فکر یې کاوه چې اروپا کې د کډوالو ژوند ډېر ښه دی. د نوموړي په خبره: «اوس کالې کې یم او ګورم چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. کالې کې هره ورځ باران ورېږي او موږ تر خیمو لاندې ژوند تېروو.» هغه زیاتوي چې هره ورځ له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. «کله چې پولیس راځي موږ له ځنګل څخه سړکونو ته ځو، خو بیا بېرته راځو ځکه په سړکونو کې ژوند کول ناممکن دی.» ریحان خان د پولیسو له تاوتریخوالي څخه شکایت لري او وایي چې بالکل ستړی شوی دی.

روحي ناروغۍ او د پولیسو تاوتریخوالي

په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت وایي چې کالې کې د څلورو سازمانونو د نوي رپوټ له مخې د ۲۰۱۷م کال له نومبر میاشتې راهیسې د پولیسو د تاوتریخوالي ۲۴۴ پېښې ثبتې شوې دي. د هغې په وینا په ځینو مواردو کې کم عمره کډوال د تاوتریخوالي قربانیان دي. نوموړې زیاتوي: «تاوتریخوالی د کډوالو پر روحیې ډېره ناوړه اغیزه کوي. له همدې کبله کالې کې ځینې کډوال روحي ناروغیو ته اخته شوي.»

اغلې شارلوت همداراز هغو کډوالو ته اشاره کوي چې پر نشه یې توکو اخته دي. د هغې په خبره: «کډوال د بدو شرایطو له امله نشه یې توکو ته پناه وړي. خو باید ووایو چې دا د ستونزو حل لاره نه ده. ځکه دوی په ځینو مواردو کې تېري ته چمتو دي او د یو بل پر وړاندې له تشدد څخه کار اخلي.»

د کالې په یوه خیمه کې د رحمان په نوم له یو کردي کډوال سره مخامخ کېږو. رحمان یو مات شوی ویلچر لري او ګونګی دی. د رحمان مور ۵۱ کلنه رقیې وایي چې زوی یې له خیمې څخه نه شي وتلی. نوموړې زیاتوي: «څوک له موږ سره مرسته نه کوي. چارواکي پوهېږي چې زه یو ناروغ زوی لرم، خو بیا هم را ته وایي چې باید له دې ځای څخه کډه وکړم. نه پوهېږم چې موږ چېرته تللي شو. غواړو چې برېتانیا ته لاړ شو خو دا اسان کار نه دی.»


د رحمان ورور رهبر وایي چې د خپل معیوب ورور د ژوند وضعیت په اړه ډېر اندېښمن دی. نوموړی زیاتوي: «هیله مو دا ده چې یو ښه ځای ته لاړ شو او د خپل ورور درملنه وکړو. دلته خو څوک د ناروغانو درملنې ته پام نه کوي.»

په همدې حال کې د یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت وایي چې کډوال د ناروغیو پر مهال پاس (PASS) یا «روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي مرکز» او یا روغتونونو ته مراجعه کولی شي. د هغې په وینا پاس کې ډاکټران په فرانسوي، انګلیسي او عربي ژبو خبرې کوي.

کورنۍ او ستونزې یې

عمر عبدالله د عراق له سلیمانیې سیمې سره تړاو لري او له خپلې ښځې سارا او له خپلو څلورو ماشومانو سره د کالې په ویروال کمپ کې اوسېږي: ۱۲ کلنه سنا، ۱۳ کلن محمد، ۸ کلنه اسما او ۳ کلنه دینا. دوی د ویروال په میدان کې ناست دي او د غرمې ډوډۍ پر مهال له نورو کردانو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کوي. سنا وایي چې سلیمانیه کې زده کوونکې وه خو اوس دې ځنګل کې اوسېږي او ور ته ښوونځي ته د تلو امکانات نه شته. 

کله چې له عمر عبدالله نه د هغوی د راتلونکې په اړه پوښتنه کوو، هغه وایي چې نه غواړې فرانسه کې پاتې شي. «دلته هېڅوک نه لرو. ډېر خپلوان مو په برېتانیا کې دي.»


عمر عبدالله همداراز وایي چې برېتانیا ته د تلو له پاره ډېرو پیسو ته اړتیا لري. نوموړی زیاتوي: «ستونزه دا ده چې زه له خپلو ماشومانو سره یو ځای یم. اوس برېتانیا ته د تلو له پاره پیسې ته اړتیا لرو. دلته قاچاق وړونکي ډېر دي خو دوی را ته وایي چې زما سفر په لاریو کې ممکن نه دی، ځکه چې ماشومان مې راسره دي. اوس نه پوهېږم چې څه باید وکړم.»

سازمانونه او مرستې یې

کالې کې د بشري حقونو مدافع سازمانونه وایي چې دوی یوازې کډوالو ته غذا او ګرمې جامې ورکول کېږي. د یوتوپیا ۵۶ د غړې شارلوت په وینا کالې کې هم فرانسوي سازمانونه فعالیت کوي او هم انګریزي ټولنې. نوموړې وایي چې په ځینو مواردو کې کډوال ۱۱۵ یا د عاجلو چارو شمېرې ته زنګ وهي او د څو ورځو له پاره ځان ته د اوسېدو ځایونه مومي. خو ځینې داسې کډوال هم دي چې نه غواړي هوټلونو ته لاړ شي. اغلې شارلوت ټینګار کوي، هغه کډوال چې غواړي کالې ته راشي لومړی باید د سیمې په اړه کره معلومات ترلاسه کړي. د هغې په خبره کورنۍ برېتانیا ته له تلو مخکې باید د خپلو ماشومانو د ژوند په هکله هم فکر وکړي. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سړه هوا او د فرانسې په کالې ښار کې د ناقانونه کډوالو وضعیت 
 

 

نورې ليکنې