مکسیکو کې یو هندوراسي کډوال چې غواړي د امریکا متحده ایالتونو ته لاړ شي، رویترز
مکسیکو کې یو هندوراسي کډوال چې غواړي د امریکا متحده ایالتونو ته لاړ شي، رویترز

مراکش کې د دوشنبې پر ورځ (د ډېسمبر ۱۰مه نېټه) د کډوالۍ نړیوال تړون لاسلیک شو.

د ملګرو ملتونو ۱۶۴ غړو هیوادونو د کډوالو په هکله تړون لاسلیک کړ. په همدې حال کې ۳۰ نور هیوادونه د دې سند له لاسلیکولو ډډه وکړه.

د ۲۰۱۵ د مهاجرت له کړکېچ وروسته د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه پرېکړه وکړه چې د ۱۸ میاشتو په موده کې باید د کډوالو له پاره یو نړیوال تړون جوړ کړي. 

امریکا، اسراییل، بلغاریا، استرالیا، ایټالیا، اتریش، هنګري، کرووېشیا او شیلي هغه هیوادونه دي چې د ملګرو ملتونو تړون رد کړی او له هغه سره یې مخالفت ښودلی دی.

دا تړون لومړی داسې سند دی چې په نړیواله کچه د مهاجرو مسئلې ته پام کوي. د یادونې وړ ده چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو تړون کوم حقوقي الزامیت نه لري. خو له دې سره سره د هر میلادي کال په پای کې د کډوالو په مقابل کې د هیوادونو سلوک او رویې ارزول کېږي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو تړون 

 

نورې ليکنې