۲۶ کلن رزاق سلطاني د وروتییر په کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
۲۶ کلن رزاق سلطاني د وروتییر په کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د کالې ښار په ناقانونه کمپونو کې شاوخوا ۵۰۰ کډوال اوسېږي. د کډوالو حقونو مدافع بنسټونه وایي چې د کالې مهاجرو په ډله کې نږدې ۱۰۰ افغانان هم شته. کډوال نیوز تاسو ته د یو افغان کډوال رزاق سلطاني د ژوند په اړه رپوټ درکوي.

۲۶ کلن رزاق سلطاني د هرات له پښتون زرغون سیمې سره تړاو لري. نوموړی له ۲۰۱۵م کال راهیسې په اروپا کې دی او ۱۵ میاشتې کېږي چې فرانسه کې اوسېږي. رزاق سلطاني د خپل مهاجرت په اړه وایي: «په ایران کې مې څلور کلونه تېر کړل. بیا المان کې مهاجر وم او اوس فرانسه کې یم.»

رزاق سلطاني چې اوس وروتییر کمپ ته نږدې په یوه ناقانونه کوټه کې اوسېږي، د هغو مهاجرو په ډله کې دی چې ور ته «ډوبلیني کډوال» ویل کېږي - مانا یې دا چې د ګوتو نښې یې د اروپایي ټولنې په یو بل هیواد کې ثبتې شوې وي.

رزاق وایي: «له ۶ میاشتو راهیسې وروتییر کمپ ته نږدې یوه ناقانونه کوټه کې اوسېږم. خو اول په ګرنوبل کې وم.»  

ګرنوبل ښار کې ښاغلی سلطاني په یو دولتي روغتون کې بستري و. نوموړی اروپا ته تر را تلو وروسته پر روحي ناروغۍ اخته شوی.

«روغتون کې مې لاسونه او پښې تړل شوې وې. یعني روحي حالت مې ډېر خراب و. خو اوس ښه شوی یم.»

هغه زیاتوي: «اوس هره میاشت له یوه روانپوه سره ګورم او د خپلې ناروغۍ په هکله مشورې اخلم.»

سره له دې چې ښاغلی سلطاني د سکور کاټولیک سازمان په مرسته له یوې فرانسوۍ کورنۍ سره اشنا شوی او په ځینو مواردو کې د دغې کورنۍ په کور کې اوسېږي، خو هغه وایي چې غواړي وروتییر کمپ کې له خپلو ملګرو سره وي.


رزاق سلطاني په فرانسوي ژبه خبرې کوي او وایي چې د فرانسوي ژبې په مرسته خپلې ستونزې حلولی شي.  

فرانسه کې د کډوالۍ نوي قانون له مخې، رزاق مکلف دی چې تر ۱۸ میاشتو پورې انتظار وباسي ترڅو د ډوبلین له قاعدې څخه معاف شي. خو دا هم ممکن دی چې په ځینو مواردو کې د فرانسې پولیس ډوبلیني کډوال بېرته هغه هیواد ته و استوي چېره چې د ګوتو نښې یې ثبتې شوې.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا ممکن دی رزاق بېرته المان ته و استول شي؟

رزاق وايي: «زه د درملنې لاندې یم او فرانسه کې مې د ناروغۍ دوسیه شته. دلته درې نورې میاشتې پاتې کېږم خو هیله لرم چې بیا د ډوبلین له قاعدې نه معاف شم. د ډوبلین له کبله اوس دولت را ته پیسې هم نه ورکوي.»

ښاغلی سلطاني نه پوهېږي چې ولې پر روحي ناروغۍ اخته شوی، خو دومره وایي چې له همدې ناروغۍ له کبله باید له خپلو افغان او ایراني ملګرو سره وخت تېر کړي. همدې وجه ده چې نوموړی د کالې په سړه هوا کې د وروتییر کمپ په شاوخوا کې ژوند کوي.

کالې کې د مهاجرو حقونو د مدافع بنسټونو په حواله کډوال د سختو او ناامنو شرایطو له امله پر ناروغیو اخته کېږي. د یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت ټینګار کوي چې کډوال کالې ته له را تلو وړاندې باید د دې سیمې د وضعیت په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

رزاق سلطاني په پای کې وایي: ««هیله لرم چې فرانسه کې خپل نوی ژوند پیل کړم.»  


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سړه هوا او د فراانسې په کالې ښار کې د ناقانونه کډوالو وضعیت او کالې کې کډوال په بدو شرایطو کې ژوند تېروي


 

نورې ليکنې