دوه کډوال د ګراند - سنت په پیوتوک کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل
دوه کډوال د ګراند - سنت په پیوتوک کمپ کې. کرېډېټ: مهدي شبیل

د مرستندویو ټولنو په حواله د فرانسې په ګراند – سنت سیمه کې تر ۵۰۰ ډېر کډوال په اضطراري وضعیت کې ژوند کوي. سازمانونه زیاتوي چې دې سیمه کې د فرانسې حکومت له کډوالو سره هېڅ ډول مرسته نه کوي. له بلې خوا د ګراند – سنت کډوالو په ډله کې داسې کسان هم شته چې د دوو میاشتو په موده کې یې خپل ځانونه نه دي مینځلي.

۳۴ کلنه شیلا عراقۍ کډواله ده. نوموړې له خپلو دوو ماشومانو اما (۳ کلنه) او لیز (۹ کلنه) سره د پیوتوک په ډګر کې ناسته ده. د ډګر په یو ګوټ کې د سلام سازمان رضاکاران کډوالو ته غذا ورکوي. له شیلا څخه د هغې د مهاجرت په اړه پوښتنه کوو. وایي چې له ۶ میاشتو راهیسې دې ښار کې اوسېږي او اوس غواړي چې برېتانیا ته لاړه شي.

۳۵ کلن عمر د دې کردۍ کورنۍ پلار دی او په سختۍ سره په انګریزي ژبه خبرې کوي. نوموړی خپلې کڅوړې ته اشاره کوي او وایي: «خیمې مو دلته دي، خو پولیس مو ژوند کولو ته نه پرېږدي. دې ځنګل کې له سهاره تر شپې پورې لالهاند او سرګردان یو. د باران له کبله ځمکه هم نمجنه او خټینه ده.»


«د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی»

ګراند – سنت او کالې کې د سلام سازمان د سکرټر جنرالې کلیر میلو په خبره اوس مهال دې سیمه کې تر ۵۰۰ زیات کډوال ژوند کوي. نوموړې وایي چې یاد کډوال عراقي کردان دي خو په ډله کې یې ځینې ایرانیان هم شته. دوی یا د پیوتوک په سیمه کې اوسېږي او یا هم په ناقانونه توګه د عیسویانو په فارم کې ژوند تېروي.

د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر په میاشت کې ګراند – سنت کې د کډوالو یو لوی کمپ د پولیسو له خوا له منځه یووړل شو. دغه کمپ کې تر ۱۵۰۰ کسان اوسېدل. د اغلې میلو په وینا د کمپ تر تخلیې وروسته اکثریت کډوال یا برېتانیا ته تللي او یا هم د فرانسې نورو سیمو تو.

کلیر میلو زیاتوي چې ګراند – سنت کې پاتې شوي کډوال اوس په ډېر خراب وضعیت کې ژوند تېروي: دوی هېڅ ډول امکانات نه لري او حکومت هم ورسره مرسته نه کوي.


«دلته د څښاک له پاره پاکې اوبه نه شته»

ګراند – سنت کې د نورو کډوالو په شان، ۲۷ کلن عرفان هم د عراق له سلیمانیې سیمې سره تړاو لري. نوموړی وایي چې له ۳ ورځو راهیسې د پیوتوک په ځنګل کې اوسېږي او له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. هغه زیاتوي: «ځنګل کې د څښاک له پاره پاکې اوبه نه شته، کناراب نه شته، د اوسېدو ځای نه شته. ځینې کډوال وایي چې د دوو میاشتو په موده کې یې خپل ځانونه نه دي مینځلي.»

عرفان هیله لري چې له ګرند – سنت سیمې څخه برېتانیا ته لاړ شي. هغه وايي: «هڅه کوم چې په لاریو کې لاړ شم. خو که دا ممکنه نه وه، په بېړیو کې برېتانیا ته ورځم.»

ګراند – سنت کې څوک کډوالو ته خواړه او ګرمې جامې ورکوي؟

د سلام سازمان د مشرې په خبره ګراند – سنت کې د کډوالو حقونو مدافع بنسټونه هره ورځ کډوالو ته غذا توزیع کوي. 

اغلې میلو وایي: «موږ هره ورځ شاوخوا ۳۰۰ کسانو ته خواړه ورکوو. ګراند – سنت کې ځینې داسې کډوال هم شته چې ځان ته خواړه پخوي.» نوموړې زیاتوي چې د سلام سازمان سربېره ځینې نور سازمونونه لکه رفیوجي کمیونېټي کېچن، امائوس، ام آر اس او بیت لحم هم کډوالو ته غذا ورکوي.  

خو ګراند – سنت کې د سړې هوا له کبله کډوال ګرمو جامو ته هم اړتیا لري. دراپ، ادرا، وېمن سنټر، او امیس هغه انګرېزي سازمانونه دي چې دوی ته ګرمې جامې ورکوي.  


کډوال څنګه برېتانیا ته ورځي؟

د پیوتوک کمپ ځینې اوسېدونکي وایي چې کډوال برېتانیا ته د تلو له پاره له بېلابېلو طریقو څخه کار اخلي. 

دوی په ځینو مواردو کې له قاچاق وړونکو سره توافق کوي او په لاریو کې برېتانیا ته ورځي. خو لاریو کې د سپرېدو له پاره کډوال باید هغو پارکېنګونوتو لاړ شي چېرې چې لارۍ ولاړې دي. 

د هغوی په وینا پارکېنګونو ته تلل یوازې د قاچاق وړونکو په مرسته ممکن دی.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره

سړه هوا او د فرانسې په کالې ښار کې د ناقانونه کډوالو وضعیت

کالې کې کم عمره کډوال په بدو شرایطو کې ژوند تېروي

«هیله لرم چې فرانسه کې خپل نوی ژوند پیل کړم» 

 

نورې ليکنې