د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، رویترز
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني، رویترز

د ایټالیا په روم ښار کې د شنبې پر ورځ (د ډېسبر ۱۵مه نېټه) په زرګونو کسانو د ماتیو سالویني د کډوالو ضد سیاستونو پر وړاندې لاریون وکړ.

ځینې لاریونوال د فرانسوي مظاهره چیانو په شان زېړ واسکټونه اغوستي وو او  شعار یې د نامتو سندرغاړي باب مرلي له یوې سندرې څخه اخیستل شوی و.

ایټالیا کې د کډوالو د حقونو یو مدافع بنسټ وویل: «په تېرو دوو کلونو کې ګڼ شمېر کسان مجرم وګڼل شول، د بېلګې په توګه هغه کسان چې سمندر کې د کډوالو د ژوند ژغورلو عملیات ترسره کوي. او اوس د ایټالیا بندرونو د هغو کښتیو پر مخ تړل شوي چې له ژغورل شویو کډوالو څخه ډکې دي.»

یاد بنسټ په خپله اطلاعیه کې زیاتوي: «د سالويني د قوانینو له مخې به له کډوالو سره بشري ملاتړ له منځه لاړ شي.»

د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر، د لومړي وزیر مرستیال او د ښي اړخي سخت دریځه ګوند مشر ماتیو سالویني د نوي قانون له مخې هغه اقامت کارټونه چې کورنیو او ماشومانو ته ځانګري شوي وو له منځه ځي.

روم کې یو لاریونوال د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «د نوي قانون له مخې ایټالیا کې د بې سنده کډوالو شمېر زیاتېږي. دوی مجبور دي چې دې هیواد کې په پټه ژوند وکړي.»

هغه زیاتوي: «د سالویني نوي قانون موږ ته د منلو نه دی. موږ غواړو چې ایټالیا کې ټول خلک له برابرو حقونو څخه برخمن وي او د اوسېدو ځای او کار ولري.»

په همدې حال کې یو بل لاریونوال توني سکارداماګلیا وایي: «موږ یوازې دېوالونه او خنډونه جوړوو. د نوي قانون له مخې د توکم پالنې کچه لوړېږي.»

له ۲۰۰۸ راهیسې ایټالیا کې تر ۱۲۰۰۰۰ ډېر کسان بشري اقامت کارټونه تر لاسه کړي دي.


 

نورې ليکنې