کرېډېټ: پیکسابای
کرېډېټ: پیکسابای

سویس کې د یو نوي فرمان له مخې روغتونونه باید د بې سنده کډوالو په اړه چارواکو ته خبر ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې سویسي ډاکټران وایي، دغه فرمان د مسلکي اصولو خلاف دی او دوی باید د ټولو ناروغانو درملنه وکړي.

د سویس د سوېلي کانټون تېسین د ادغام او د ټولنیزې ساتنې ادارې په يوه نوي فرمان کې راغلي چې د دې سیمې ډاکټران باید چارواکو ته د هغو بې سنده کسانو په اړه اطلاع ورکړي چې په یوازې سر او یا په امبولانسونو کې روغتونونو ته مراجعه کوي.

تېسین کانټون له ایټالیا سره ګډ سرحد لري او له همدې کبله ګڼ شمېر بهرني کسان د دې کانټون مېندریسیو روغتون ته مراجعه کوي.

د اسمکت کلینیک (Asmact) مشر دیوید ګیونیوني د یاد فرمان په اړه کډوال نیوز ته وایي: «و به ګورو چې دغه فرمان څرنګه عملي کېږي، خو زه باید ووایم چې دا زما دنده نه ده چې د خپلو ناروغانو په اړه چارواکو ته خبر ورکړم. مسلکي رازونه ساتل زموږ د دندې یو مهم اصل دی. همداراز موږ مکلف یو چې د ټولو ناروغانو درملنه وکړو.»

یو «ناقانونه» فرمان

په همدې حال کې اسار یا له کډوالو د ملاتړ ټولنه (Osar) وایي چې دغه فرمان قانوني بنسټ نه لري. د یاد سازمان د رسنیزو اړیکو مسول مایکل فلوکیګر کډوال نیوز ته وایي: «دا فرمان د سویس د اساسي قانون د ۱۲مې مادې خلاف دی. په ۱۲مه ماده کې راغلي چې په عاجلو حالاتو کې باید د ټولو ناروغانو درملنه وشي. له بلې خوا دغه فرمان د فډرالي قانون سره په ټکر کې دی ځکه د دې قانون له مخې د خلکو خصوصي معلومات باید خوندي وساتل شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ادغام او د ټولنیزې ساتنې ادارې مشره کریستینا اوبرهولزر کاسارتیلي لو تام ورځپاڼې ته وایي چې دغه فرمان د درملنې په اړه څه نه وایي. نومورې زیاتوي چې دا یوه اداري فرمان دی او یوازې د مصارفو د معلومولو له پاره صادر شوی دی.

سویس کې هر کانټون مسولیت لري چې د عاجلو درملنو هغه لګښتونه تادیه کړي چې ناقانونه بهرنیانو او دوبلیني کسانو سره تړاو لري. د اغلې کریستینا اوبرهولزر کاسارتیلي په وینا په وروستیو کلنو کې یاد لګښتونه لوړ شوي دي.

د ۲۰۱۵م میلادي کال پر مهال سویس کې شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسانو د پناه غوښتنه کړې. ۲۰۱۸ کې دغه شمېر ۱۹۰۰۰ تنو ته را ټیټ شوی دی. سویس کې پناه غوښتونکي له اریتریا، سوریې، افغانستان او ترکیې سره تړاو لري.


 

نورې ليکنې