د ۲۰۱۸م کال د جولای ۲۷مه نېټه. کرېډېټ: جون ناڅکا، رویترز
د ۲۰۱۸م کال د جولای ۲۷مه نېټه. کرېډېټ: جون ناڅکا، رویترز

د اسپانیا پولیس وایي چې د دوشنبې پر ورځ (د ډېسمبر ۱۷مه نېټه) یې د انسانانو د قاچاق د یوې شبکې ۷ غړي نیولي دي.

د پولیسو په خبره په ۲۰۱۸ کې دغه شبکه د ۶۰۰ مراکشي کډوالو په قاچاقو کې ښکېله وه.

د دغې شبکې «مشتریان» په معمول ډول د مراکش له لاراش ښار څخه تړاو لري او خپل هدف ته د رسېدو له پاره قاچاق وړونکو ته حداقل ۲۵۰۰ یورو ورکوي.

د ایټالیا د بندرونو له تړل کېدو وروسته د اسپانیا هیواد د کډوالو نوي مرکز ته بدل شوی.

د کډوالو نړیواله اداره وایي چې ۲۰۱۸ کې اسپانیا ته تر ۵۵۰۰۰ ډېر کډوال ننوتلي دي. دغه سازمان زیاتوي چې په همدې کال کې حداقل ۷۴۳ کډوال په سمندر کې مړه او یا لادرکه شوي دي.


 

نورې ليکنې