دغه قانون ښايي د ۲۰۲۰ کال له پېل څخه نافذ سي
دغه قانون ښايي د ۲۰۲۰ کال له پېل څخه نافذ سي

د آلمان حکومتي کابينې د چهارشنبې په ورځ د هغه قانون مسوده ومنله چي له مخي به يې بهرنيان وکولای سي د مسلکيانو په توګه آلمان ته د کار کولو له پاره راسي.

د آلمان لوی حکومتي ائتلاف د هغه قانون مسوده ومنله چي له مخي به يې آلمان ته د بهرني کارګرو او مسلکيانو راتګ تنظيم کړل سي. دغه قانون به د تصويب وروسته هغو بهرنيانو ته چي مسلکي زدکړي لري، دا امکان برابر کړي چي په آلمان کي کار وکړي. دمګړی نافذ قانون و آلمان ته صرف د هغو بهرنيانو د راتګ امکان برابروي چي په لوړه اندازه مسلکيان او کارپوهان وي او دا چي اړتيا يې په آلمان کي زياته وي. نوی قانون به د تحصيل لرونکو تر څنګ مسلکی او حرفوي زدکړو لرونکو بهرنيانو ته په آلمان کي د کار کولو امکانات برابر کړي. 

د نوي قانون په مرسته آلمان يو شمېر هغه محدوديتونه ليري کړي چي په بعضو ساحو کي د نافذ قانون له مخي موجود دي. د آلمان د حکومت په وينا په دغه نوي قانون کي به د مخکني قانون په پرتله د هغه لومړيتوب فقره هم ليري کړل سي چي د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو اتباعو به درلود. له دې تر مخه چي يو بهرني کارپوه ته په آلمان کي د کار اجازه ورکړله سي د نافذ قانون غوښتنه ده چي لومړی وکتل سي چي د اروپايي اتحاديې بل کوم وګړی خو به دغه تشه نه سي پوره کولای. که کوم اروپايي کس هم دغه تشه پوره کولای سي نو بيا د نافذ قانون له مخي هغه ته لومړيتوب ورکول کيږي.

د نوي قانون په مسوده کي راغلي چي مسلکي بهرنيانو ته به و آلمان ته د شپږو مياشتو له پاره د راتلو او دلته ځان ته د کار لټولو وخت ورکول کيږي. د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر په برلين کي د کابينې له لوري د ياد قانون د مسودې د منل کېدو وروسته وويل: «موږ ته معلومه ده چي د آلمان اقتصاد له دريمو هيوادونو (اروپايي اتحاديې دباندي) څخه مسلکي کارګرو ته اړتيا لري.» د زېهوفر په وينا وخت رارسېدلی ؤ چي د يادې اړتيا د پوره کولو له پاره قانوني بنسټ رامنځ ته کړل سي.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر ويلي چي دغه نوی قانون به په پارلمان کي د تصويب وروسته تر ۲۰۲۲ کال د جون مياشتي تر ۳۰ مي پوري په ميعادي توګه نافذ واوسي. د هغه په وينا د قانون مسوده به و پارلمان ته د بحث له پاره وړاندي سي او ښايي د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ مياشتي څخه نافذ سي.

د نوي قانون د مسودې هغه موضوع زياته شخړيزه وه چي له مخي يې هغو رد سوو پناه غوښتونکو ته هم د کار د اجازه ورکول کيږي چي د «دولدونګ» سند لري ولي چي خپل هيواد ته نه سي لېږدول کېدلای. په زياته بيا په ائتلافي حکومت کي سهيم سوسيال دموکرات ګوند د رد سوو پناه غوښتونکو له پاره د ياد امکان غوښتنه کوله. خو پر کومه مسوده چي کابينې اوس هوکړه کړې، په هغه کي د رد سوو پناه غوښتونکو له پاره ياد امکان ته ځای نه دی ورکول سوی. خو دغه موضوع په يوه بل ځانګړي قانون کي مطرح سوې چي د هغه مسوده هم د چهارشنبې په ورځ د کابينې له خوا ومنل سوه.

د قانون د مسودې له مخي مسلکي زدکړي لرونکی کسان د آلمان شپږمياشتنۍ ويزه ترلاسه کوي تر څو په آلمان کي د کار لټون وکړي. خو دا په هغه صورت کي که اړونده کس په کافي اندازه په آلماني ژبه وپوهيږي او په آلمان کي د اوسېدو پر وخت خپل مصارف پخپله پوره کولای سي.

په آلمان کي په زيات شمېر کاري ساحو کي د کارګرو کمښت دی. د بېلګي په توګه په لوړه انداز و روغتياپالانو او د زړو انسانانو مراقبت کوونکو ته اړتيا سته. د دې تر څنګ په تخنيکي او تعميراتي ډګرونو کي کارګر کم دي.

 

نورې ليکنې