المان کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکچر الاینس
المان کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: پیکچر الاینس

له ۲۰۱۵ راهیسې المان کې ځینې عرب کډوال د مافیایي شبکو په لومو کې لوېږي. د جي دي پي د پولیسو صنفي اتحادیې یو غړي بنیامین یندرو وایي چې په معمول ډول دغې شبکې د هغو کډوالو په لټه کې دي چې جنایي دوسیې نه لري.

له ۲۰۱۵ راهیسې المان ته تر یو میلیون ډېر کډوال ننوتلي چې اکثره یې په عربي ژبه خبرې کوي او د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو له پاره کسب او کار ته اړتیا لري.

جرمني کې ځینې مافیایي شبکې د دوی له مجبورۍ ناوړه ګټه پورته کوي.

یادې شبکې له ځینې عرب کورنیو سره تړاو لري. دوی د لبنان د کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۷۰) المان ته راغلي دي. د جي دي پي د پولیسو صنفي اتحادیې یو غړي بنیامین یندرو وایي، مافیایي شبکې کډوال مجبوروي چې نشه یي توکي وپلوري او یا غلا وکړي. د ښاغلي یندرو په حواله د دغو شبکو قربانیان په معمول ډول هغه تنکي ځوانان دي چې جسمي وضعیت یې ښه دی او تر اوسه پورې جنایي دوسیې نه لري.

د المانۍ ورځپاڼو په خبره یادې شبکې په بېلابېلو جرمونو او کشمکشونو کې لاس لري.

شاوخوا لس کورنۍ

د فردریش – الکسندر د پوهنتون یو څېړونکي ماتیاس روه وایي چې المان کې د ۱۹۷۰ کلونو پر مهال د ادغام پروګرامونو د نشتوالي له کبله دغه کسان په جنایي جرمونو اخته شول.

د المان پولیس وایي چې اوس مهال المان کې د مافیایي شبکو شمېر لسو کورنیو ته رسېږي. برلین کې دوی د نشه یي توکو په پلورلو کې لاس لري.  

کارپوهان په دې اند دي چې المان کې د دغو شبکو ناقانونه فعالیتونه د پولیسو له بې غورۍ پرده اوچتوي.


 

نورې ليکنې