سي واچ د نومبر پر ۲۴مه نېټه، رویترز
سي واچ د نومبر پر ۲۴مه نېټه، رویترز

آلماني سازمان سي واچ وایي چې د ژغورنې کښتۍ یې د مدیترانې په هغه سیمه کې ده چې له مالتا هیواد سره تړاو لري.

آلماني سازمان سي واچ د سه شنبې په ورځ (د ډېسمبر ۲۶مه نېټه) وویل چې د ژغورنې کښتۍ یې د مدیترانې په هغه سیمه کې ده چې له مالتا هیواد سره تړاو لري او ساحلي اوبو یې ګڼل کېږي.  

دغه خبره د سي واچ په تویټر پاڼه کې راغلې ده.

د سي واچ سازمان کښتۍ د شنبې پر ورځ په مدیترانه کې ۳۳ کډوال له ډوبېدو وژغورل. ژغورل شوي کډوال له نایجیریا، لیبیا او د عاجل ساحل سره تړاو لري او په ډله کې یې ۶ ماشومان او ۴ ښځې هم شته.

مخکې ایټالیا او مالتا د دغو کډوالو له منلو څخه ډډه کړې وه.

د یو بل خبر له مخې د هسپانوي سازمان پرواکتیوا اوپن ارمز کښتۍ د هسپانیا په لور روانه ده. دغه کښتۍ کې تر ۳۰۰ ډېر کډوال سپاره دي. یاد کډوال د شنبې پر ورځ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «د اوپن ارمز کښتۍ د اسپانیا په بندرونو کې لنګر اچولی شي» 

 

نورې ليکنې