د قبرس خبري اژانس په حواله چارواکي د سه شنبې پر ورځ د دغه هیواد په اکاماس ټاپوزمه کې ۱۹ کډوال وژغورل.
د قبرس خبري اژانس په حواله چارواکي د سه شنبې پر ورځ (د دېسمبر ۲۵مه نېټه) د دغه هیواد له اکاماس ټاپوزمه کې ۱۹ کډوال وژغورل. ویل کېږي چې دغه کډوال د شکمنو قاچاق وړونکو له خوا قبرس ته ور وړل شوي دي.
د قبرس خبري اژانس زیاتوي چې قاچاق وړونکي په یوه چټکه کښتۍ کې له سیمې څخه وتښتېدل.
تر اوسه د دغو کډوالو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په تېرو ۱۲ میاشتو کې ګڼ شمېر سوریایي کدوال د ترکیې او لبنان له لارې قبرس ته ننوتلي دي.
د یو بل خبر له مخې قبرس بروکسل ته خبرداری ورکړی چې د ناقانونه کډوالو د زیاتېدو له کبله تر فشار لاندې دی.
د ملګرو ملتونو د یوې احصایې په حواله قبرس کې د اروپایې ټولنې د نورو هیوادونو په پرتله ډېر کسان د پناه غوښتنې کړې.
قبرس وایي چې دغه هیواد کې د ۲۰۱۸ په لومړیو اتو میاشتو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان د پناه غوښتنې کړې دي.