د لیبیا په یوه توقیف خونه کې د ځینې کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز
د لیبیا په یوه توقیف خونه کې د ځینې کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز

د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت او د بشري حقونو عالي کمیسارۍ په خپل نوي رپوټ کې لیبیا کې د کډوالو له «ډارونکی» وضعیت نه پرده اوچتوي. رپوټ کې دا هم ویل شوي چې مدیترانه کې دې د کډوالو د ژغورنې عملیات پراخ شي.

د ملګرو ملتونو د نوي رپوت (د ډېسمبر ۲۰مه نېټه) له مخې لیبیا کې د کډوالو وضعیت ډارونکی بلل شوی دی.

دغه رپوټ په عمومي توګه د ۲۰۱۷ له جنورۍ تر ۲۰۱۸ د اګست میاشتې پورې لیبیا کې د ۱۳۰۰ کډوالو د سترګو لیدلي حال پر بنسټ لیکل شوي.

رپوټ کې راغلي چې لبییا کې د کډوالو پر وړاندې لاندې جرمونه ترسره کېږي: انسان وژنه، شکنجه، بندي کېدل، ډله ییز جنسي تېری، غلامي او اجباري کار.

رپوټ کې همداراز د لیبیا د هغو زندانونو په اړه لیکل شوي چې کډوال په کې په ناانساني وضعیت کې ژوند کوي: زندان کې د کډوالو د شمېر زیاتوالی، د کنارابونو کموالی او له بهرنيانو سره د اړیکو نشتوالی.

رپوټ کې راغلي چې توقیف خونو کې په ځانګړې توګه د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی، ځکه دوی معمولاً د جنسي زورزیاتیو قربانیانې دي.

 «اروپایي ټولنه باید د خپلو سیاستونو په اړه غور وکړي»

له بلې خوا د ملګرو ملتونو په رپوټ کې د هغو سیاستونو په اړه هم بحث شوي چې له مخې یې کډوال لیبیا کې بند پاتې دي.

رپوټ کې لیکل شوي: «د لیبیا د قوانینو له مخې دغه هیواد ته په ناقانونه توګه ننوتل، هلته په ناقانونه ټوګه مېشتېدل او له لیبیا نه په ناقانونه ټوګه وتل جرم ګڼل کېږي او سزا یې زندان او بیا اخراج دي... لیبیا کې د پناه غوښتلو له پاره کوم قانون نه شته.»

بل لور لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت او د بشري حقونو عالي کمیسارۍ د رپوټ له مخې د ژغورنې کښتیو پر وړاندې د اروپایي ټولنې سیاستونه د داسې یو وضعیت لامل بلل شوی دی.

رپوټ وایي: «اروپایي ټولنه باید د خپلو سیاستونو د بد اغېز په اړه غور وکړي.»

په داسې حال کې چې د اکواریوس ژغورنې کښتۍ خپل فعالیتونه درولي او اروپایي بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي دي، لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت او د بشري حقونو عالي کمیسارۍ وایي چې اروپایي هیوادونه باید مدیترانه کې له بشري کښتیو سره مرسته وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د سي واچ سازمان وویل چې کښتۍ یې تر اوسه پورې د مالتا په ساحلي اوبو کې ده.

 

نورې ليکنې