ترکیه کې د ځینې فغان کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز
ترکیه کې د ځینې فغان کډوالو انځور. کرېډېټ: رویترز

د رفیوجيز انټرنشنل په نامه یو سازمان په خپل رپوټ کې وایي چې ترکیه کې افغان کډوال په ډېرو سختو او نامناسبو شرایطو کې ژوند تېروي.

د ۲۰۱۸ په سپتمبر میاشت کې د پناه غوښتونکو د نومونو ثبتول او د پناه غوښتلو د بهیر مسئولیت د ترکیې د کډوالۍ عمومي  څانګې ته ورکړل شو. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره دغه دنده پرمخ وړه.

رفیوجیز انټرنشنل په خپل رپوټ کې وایي چې د ۲۰۱۸ د اکتوبر او نومبر د څېړنو له مخې ترکیه کې د دغه بدلون له کبله د افغان کډوالو وضعیت ناوړه شوی دی. ترکیه کې د افغان کډوالو په خبره اوس مهال د پناه غوښتلو پروسه ډېر وخت نیسي او په ځینې مواردو کې هم د ترکیې د کډوالۍ عمومي څانګه د مجردو کډوالو عریضې نه مني.

د یادونې وړ ده چې ناراجستر کډوال د زندان او اخراج له خطرونو سره مخ دي او له روغتیایي او ښوونیزو خدماتو څخه محروم پاتې دي.

له بلې خوا ترکیه کې ځینې افغانې کورنۍ وایي چې کورنیو ته د استوګنې کارټونه ورکول کېږي خو دغه پروسه ډېر وخت نیسي.

د احصایو له مخې د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ تر مارچ میاشتې پورې ترکیې ته شاوخوا ۲۰۰۰۰ افغان کډوال ننوتلي دي. چارواکي وایي چې ایران کې د بندیزونو له کبله د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او د ایران او ترکیې ترمنځ د محافظتي دېوال د جوړولو پرېکړه د افغان کډوالو د زیاتوالي لامل شوي.

کرېډېټ: رفیوجیز انټرنشنل

بل لور رفیوجي انټرنشنل وایي چې د ۲۰۱۸ له جنورۍ تر جون میاشتې پورې شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

راجستر شوي افغان کډوال رفیوجي انټرنشنل ته ویلي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي. دوی مکلف دي چې په لرو پرتو سیمو کې ژوند وکړي چېرې چې د کار موندلو چانس لږ دی.

رفیوجي انټرنشنل زیاتوي چې ترکیه کې د کار د نشتوالي او د نورو ستونزو له کبله ځینې کډوال هڅه کوي چې په ناقانونه توګه اروپا ته لاړ شي. دغه سازمان د یوې افغانې کډوالې له خولې وایي: «فکر کوو چې باید په ناقانونه توګه یو بل هیواد ته لاړ شو، او یا حداقل له ترکیې نه ووځو.»

رفیوجي انټرنشنل په خپل رپوټ کې د ترکیې له چارواکو څخه غواړي چې د ټولو کډوالو غوښتنو ته پام وکړي. دغه سازمان همداراز ټینګار کوي چې چارواکي باید ټول هغه اقدامات وکړي چې د انساني ژوند له پاره ضروري ګڼل کېږي.

له بلې خوا رفیوجي انټرنشنل د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې څخه هم غواړي چې افغان کډوالو ته توجه وکړي.

رپوټ کې د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو څخه هم غوښتل شوي چې د مهاجرو په اړه د هغه تړون پر تطبیق نظارت وکړي چې د هغه پر بنسټ ترکیې ته پیسې ورکوي.  

 

نورې ليکنې