ژغورل شوي کډوال د مدیترانې په سمندرګې کې، د جون ۲۱مه نېټه، کرېډېټ: Hermine Poschmann/Misson-Lifeline/Handout via REUTERS
ژغورل شوي کډوال د مدیترانې په سمندرګې کې، د جون ۲۱مه نېټه، کرېډېټ: Hermine Poschmann/Misson-Lifeline/Handout via REUTERS

د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ۳۰۰ ژغورل شوي کډوال نن سهار (د ډېسمبر ۲۸مه نېټه) اسپانیا ته ورسېدل. ایټالیا او مالتا د دغو کډوالو له منلو څخه ډډه کړې ده.

د پرواکتیوا اوپن ارمز سازمان کښتۍ نن سهار د اسپانیا کریناویس بندر ته ورسېده.

دغه کښتۍ کې سپاره کډوال تېره جمعه د اوپن کښتۍ له خوا د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول. دوی د سومالیا، نایجیریا او مالي هیوادونو سره تړاو لري.

د اوپن ارمز سازمان بنسټ اېښودونکی اسکار کمپز په خپله تویټر پاڼه کې لیکي: «ماموریت مو پای ته ورسېد.»

اټکل شوې ده چې اسپانیا کې د سره صلیب سازمان دغو کډوالو ته جامې، خواړه او روغتیایي خدمات برابر کړي.

د اسپانیا حکومت د شنبې پر ورځ د پرو اکتیوا اوپن آرمز سازمان کښتۍ ته اجازه ورکړه چې د دې هیواد په بندرونو کې لنګر واچوي. دا په داسې حال کې چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د شنبې پر ورځ په خپل تویټر کې ولیکل چې د ایټالیا بندرونه د کډوالو پر مخ تړلي دي.  

د کډوالو په چارو کې د مهاجرت نړیوال سازمان وایي چې ۲۰۱۸ کې ۱۳۰۰ کډوال ایټالیا او مالتا ته د رسېدو په هیله په سمندر کې مړه شوي دي.


د لا زیاتو معلوماتو له پاره: اوپن ارمز کښتۍ د اسپانیا په بندرونو کې لنګر اچولی شي

 

نورې ليکنې