ګراند - سنټ کې د کډوالو یو کمپ. کرېډېټ: مهدي شبیل / کډوال نیوز
ګراند - سنټ کې د کډوالو یو کمپ. کرېډېټ: مهدي شبیل / کډوال نیوز

د فرانسې د شمالي ښار ګراند – سنټ ښاروال دامین کارېم ویلي چې دغه سیمه کې د بې سرپناه کډوالو د اوسېدو له پاره یو جمنازیم پرانیستل شوی. دغه جمنازیم کې شاوخوا ۲۰۰ کسان اوسېدلی شي.

د ګراند – سنټ ښاروال د یکشنبې پر ورځ (د ۲۰۱۸م کال د ډېسمبر ۳۰مه نېټه) په خپله تویټر پاڼه کې ولیکل چې د سړې هوا له کبله دې ښار کې د کډوالو د اوسېدو له پاره یو جمنازیم پرانیستل شوی. 

د دغو کډوالو په ډله کې شاوخوا ۳۰ کم عمره کسان هم شامل دي.

د ګراند – سنټ د ښاروال مرستیال اولویې کارمل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دغه جمنازیم د جمعې پر ورځ پرانیستل شوی او په کې له ۱۷۰ تر ۱۸۰ کسان اوسېدلی شي.

اټکل شوې چې دغه مرکز تر راتلونکي پسرلي پورې پرانیستی وي او مهاجر پلوه سازمانونه همدغه ځای کې کډوالو ته طعام ورکړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ګراند - سنټ: «د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی» 

د یادونې وړ ده چې کورنیو ته د پیوتوک ځنګل په شاوخوا کې د اوسېدو ځایونه ورکول کېږي.

دې وروستیو کې ګڼ شمېر کدوال، چې اکثره یې د پیوتوک سیمې په شاوخوا کې ژوند تېروي، هڅه کوي چې له همدې ځنګل څخه برېتانیا ته لاړ شي. تېر اکتوبر پیوتوک کې د کډوالو یو کمپ د پولیسو له خوا تخلیه شو.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: تېرو څو ورځو کې یو شمېر نور کډوال د مانش له کانال څخه وژغورل شول

 

نورې ليکنې