انساني قاچاق وړل یو سنګین جرم دی. کرېډېټ: GLO.ACT
انساني قاچاق وړل یو سنګین جرم دی. کرېډېټ: GLO.ACT

د ۲۰۱۸ ميلادي کال دوران تر اوولس زره څخه زيات پاکستانيان له بهرنيو هېوادونو څخه اخراج شوي دي او بل خوا د پاکستان مرکزي تحقيقاتي ادارې په هېواد کې لږ تر لږه ۵۰۵ انساني قاچاق وړونکي او د دوی همکاران نيولي دي.

د پاکستان د مرکزي تحقیقاتي ادارې د کډوالۍ څانګه خپل کلنی راپور خپور کړی چې ترمخه يې په کال ۲۰۱۸ کې ۱۷۴۱۱ پاکستانيان د اروپا په شمول له بهرنيو هېوادونو څخه اخراج کړې شول. دغو کسانو کې ۴۹۱۳ له ايران، ۸۷۶ له ترکيې، ۴۷۶ له عمان، ۲۴۱ له یونان او ۱۵ پاکستانیان له اسپانیا څخه اخراج شوي دي.

راپور وايي چې د تېر کال دوران د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې د ۵۰۵ څخه زيات قاچاقبران او د دوی همکاران نيولي دي، چې پکې په ۱۶۱۲ قاچاقبرانو قضيې جوړې کړې شوې؛ او د ۱۲۹۴ کيسونو چالانونه په عدالتونو کې وړاندي کړې شول، چې پکې ۴۶ قضيې فېصله کړې شوې. په نيول شويو قاچاقبرانو کې دوه تنان ډېر غوښتل شوي لېست کې وو.

د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې په پاکستاني رسنيو کې خپاره شوي خبرونه په خپل وېب پاڼه لګوي کوم چې ښايي چې تېر کال له آلمان څخه ۹۹، برېتانیا څخه ۵۸، اتریش څخه ۳۹، اېټالیا څخه ۱۲، فرانسې څخه ۷ او بلغاریې څخه یو پاکستاني اخراج کړې شول.


 

نورې ليکنې