د ویلسون سړک ترڅنګ د کډوالو ناقانونه کمپ. دغه ځای کې د ویلسون کولکتیف هره پنجشنبه کډوالو ته سباناری ورکوي. کرېډېټ: کډوال نیوز
د ویلسون سړک ترڅنګ د کډوالو ناقانونه کمپ. دغه ځای کې د ویلسون کولکتیف هره پنجشنبه کډوالو ته سباناری ورکوي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د ایل دو فرانس په سن – دني سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. دوی چې اکثره یې له افریقایي هیوادونو سره تړاو لري له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. کډوال نیوز له سیمې څخه رپوټ ورکوي.

د ایل دو فرانس د سن – دني سیمې په ځینو پارکونو کې نږدي ۲۰۰ کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. پاریس کې د ژمي په رارسېدو سره دغه کډوال وایي چې له هېڅ ډول امکاناتو څخه برخمن نه دي. سره له دې چې دغه سیمه کې ځینې مهاجر پلوه سازمانونه له کډوالو سره مرسته کوي – د بېلګې په توګه هغوی ته سباناری ورکوي – کډوال لا هم له ستونزو سره مخ دي.

د ویلسون د کولکتیف یوه غړي فیلیپ کارو، چې نن سهار په خپل بایسکل کې یې کډوالو ته ډوډۍ راوړې ده، وایي: «اوس مهال وضعیت یو څه ښه شوی. خو بیا هم کډوال مجبور دي چې د سهار له خوا خپلې خیمې راټولې کړي.»

ښاغلی فیلیپ زیاتوی چې د سن - دني په ویلسون سړک کې راټول شوي کډوال له اوبرویلیې او لا شاپل سیمو څخه راغلي دي. د هغه په خبره چارواکي نه غواړي چې کډوال پاریس کې ناقانونه کمپونو جوړ کوي او له همدې کبله یې دغې سیمې ته رالېږي. 

سن - دني کې د کډوالو یو ناقونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

څوک کډوالو ته خواړه ورکوي؟

۲۹ کلن صلاح له سودان څخه فرانسې ته راغلی دی. نوموړی له ۲۰۱۷ راهیسې فرانسه کې اوسېږي خو د هغو کډوالو په ډله کې دی چې ور ته ډوبلیني ویل کېږي – مانا یې دا چې د ګوتو نښې یې په یو بل اروپایي هیواد کې ثبتې شوې وي. صلاح، چې د خپلې خیمې مخ ته ولاړ دی او سباناری کوي، وایي: «د ۷ میاشتو په موده کې لیبیا کې وم، بیا اېټالیا کې، او اوس هم فرانسه کې اوسېږم. مخکې د فرانسې د لیون ښار د کډوالو په یو مرکز کې وم. چارواکي راته وویل چې باید بېرته اېټالیا ته لاړ شم. خو ځواب مې منفي و ځکه زه غواړم چې فرانسه کې ژوند وکړم.» ښاغلی صلاح په لومړي سر پورت دو لا شاپل کې اوسېده. خو اوس د سن – دني په یو پارک کې ژوند تېروي.

له بلې خوا فیلیپ کارو ټینګار کوي چې د ویلسن کولکتیف د تېر سپټمبر میاشتې راهیسې کډوالو ته د شپې ډوډۍ (هره سه شنبه) او سباناری (هره پنجشنبه) ورکوي. نوموړی زیاتوي چې ځینې نور سازمانو هم د جمعې په ورځ کډوالو ته د طعام ورکولو په خاطر سیمې ته راځي. هغه د سیمې له اوسیدونکو څخه خوښ دی او وایي چې د شنبې او یک شنبې پر ورځو کې ډېر کسان له کډوالو سره مرستې کوي.

«سیمه کې به کنارابونه جوړ شي»

د ویلسن سړک ترڅنګ مېشت کډوال د ټولو ناقانونه مهاجرو په شان ځینو لومړنیو امکاناتو ته اړتیا لري. علي محمد چې له سومالیې څخه راغلی دی وایي چې که د سازمانونو او ځینو خلکو مرستې نه وي، دوی له لا زیاتو ستونزو سره مخ کېږي. نوموړی له ۷ ورځو راهیسې سن – دني کې اوسېږي. هغه مخکې له دې د فرانسوي ادارو له خوا د کم سن کډوال په حیث پېژندل شوی و. د نوموړي په خبره: «اوس چې ۱۸ کلن شوی یم وضعیت مې لا هم خراب دی.» 

 د ویلسن سړک تړڅنګ نوي کنارابونه. کرېډېټ د ویلسون کولکتیف

د سن – دني د ښاروالۍ یوې غړې شارلي ژانودې ټینګار کوي چې دغه سیمه کې د پاریس په شان مالي امکانات موجود نه دي. خو هغه زیاتوي چې له دې سره سره دوی له مهاجر پلوه سازمانونو سره په تخنیکي برخو کې مرسته کوي، او اوس په دې هڅه کې دي چې دغه سیمه کې کنارابونه هم جوړ شي.

د حل لاره څه ده؟

د سن – دني د ویلسون سړک ترڅنګ مېشت کډوال په دې اند دي چې د فرانسې حکومت باید د مهاجرو وضعیت ته پام وکړي. ۲۴ کلن محمد صلاح چې له دوو میاشتو راهیسې دغه سړک کې تر یوې خیمې لاندې ژوند تېروي وایي چې فرانسې ته تر راتلو مخکې یې فکر کاوه چې دغه هیواد کې د کډوالو وضعیت ښه دی. خو اوس فکر کوي چې دا بالکل ناسمه خبره ده. نوموړی غواړي چې د پناه غوښتنه یې ومنل شي او فرانسه کې خپل ژوند پیل کړي.

بل لورته د سن – دني ښاروالۍ ټینګار کوي چې حکومت ته یې وړاندیز کړی چې د ژمي پر مهال کډوال د وال دواز سیمې په یو تش مرکز کې ځای پر ځای شي.

خو د ویلسون کولکتیف غړي ښاغلی فیلیپ کارو وایي چې د وال دواز دغه مرکز د ایل دو فرانس په یوه بله سیمه کې موقعیت لري او کډوال نه شي کولی چې د خپلو اداري کارونو د ترسره کولو له پاره هره ورځ له وال دواز څخه پاریس ته راشي. نوموړی زیاتوي چې دغه مرکز کې له ۳۰ تر ۴۰ کډوال اوسېدلی شي، حال دا چې سن – دني کې د کډوالو شمېر ۲۰۰ کسانو ته رسېږي.

د کډوالو راټولې شوې خیمې. کرېډېټ: کډوال نیوز

 

نورې ليکنې