د اېټالیا د ځینو لویو ښارونو ښاروالان د سالویني د کډوالو ضد قانون له تطبیقولو څخه ډډه کوي. دوی وایي چې دا یو غیرانساني قانون دی.
د پالېرمو (سیسیل) ښاروال لئولوکا اورلاندو د پنجشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۳مه نېټه) وویل: «دا یو غیرانساني قانون دی ځکه له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.» نوموړی زیاته کړه چې سیسیل کې دغه قانون نه تطبیقوي.
ښاغلی اورلاندو په ځانګړې توګه د قانون له هغې قاعدې سره مخالف دی چې له مخې یې کډوال اېټالیا کې د استوګنې حق نه شي لرلی، که دغه هیواد کې د اقامت اجازې ولري او که نه. مانا یې دا چې د اېټالیا ښاروالان نه شي کولی چې کډوالو ته د هویت کارټونه ورکړي او یا نومونه یې د ملي روغتیایي خدماتو په لېست کې ثبت کړي.
د ښاغلي اورلاندو په ځواب کې د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي چې ډېر ژر به دغه ښار ته ورشي. نوموړی دا هم ویلي چې ځینې ښاروالان د تېرو وختونو ارمان کوي خو اوس باید وپوهېږي چې «ښکلی ژوند یې پای ته رسېدلی دی.»
له بلې خوا ښاغلی اورلاندو وایي چې دغه کار له قانونه سرغړونه نه ده. د نوموړي په خبره هغه غواړي چې اساسي قانون کې درج شوي حقونو ته درناوي وشي.
تېر نومبر میاشت د اېټالیا حکومت د ماتیو سالویني هغه قانون تصویب کړ چې له مخې یې دغه هیواد د کډوالو پر وړاندې خپل دریځ سختوي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د اېټالیا پارلمان د مهاجرت ضد قانون تصویب کړ
اېټالیا کې ځینې نور ښاروالان – لکه د ناپلز او فلورانس ښاروالان – هم د ښاغلي اورلاندو په شان ویلي چې دغه قانون نه تطبیقوي.
دا په داسې حال کې د ونیز، ژېن او وېرون ښاروالان په یوه لیک کې د ماتیو سالویني له دریځ څخه دفاع کړې ده.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: په زرګونو کسانو د کډوالو ضد سیاستونو په غبرګون کې لاریون وکړ