د ۲۰۱۷ د نومبر ۶مه، مدیترانه کې یو کډوال د ډوبېدو په حال کې دی. کرېډېټ: یوټیوب
د ۲۰۱۷ د نومبر ۶مه، مدیترانه کې یو کډوال د ډوبېدو په حال کې دی. کرېډېټ: یوټیوب

نیویارک ټایمز او دوه نور برېتانوي څېړونکي مدیترانه کې د ۲۰۱۷ د نومبر میاشتې د ۶مه نېټې د ژغورني عملیات په اړه څېرنې کړې دي. د دغې څېړنې له مخې د ۲۰۱۷ د نومبر په ۶مه نېټه د لیبیا ساحلي ګارد پرېږدي چې ځینې کډوال په اوبو کې ډوب شي.

د ۲۰۱۷م کال د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه مدیترانه کې شاوخوا ۲۰ کسان – ښځې، ماشومان او سړي – په داسې حال کې ډوب شول چې الماني سازمان سي واچ او د لیبیا ساحلي ګارد په سیمه کې حاضر وو.

دغه ویډیو کې نیویارک ټایمز ښیي چې څنګه د لیبیا ساحلي ګارد پرېږدي چې کډوال په اوبو کې ومري.

په دغه څېړنه کې چې نیویارک ټایمز او د لنډن پوهنتون د څېړونکو دوې ډلې – فورنسیک ارکیتېکچر او فورنسیک اشنوګرافي – یې ترسره کړې، ځینې ویډیوګان، د ژغورل شویو کډوالو او د ژغورونکو د سترګو لیدلي حالونه، کښتیو کې ثبت شوي معلومات او د رسمي سرچینو ویناوې موجودې دي. څېړنه کې همداراز هغه انځورونه هم شته چې د سي واچ او د لیبیا د ساحلي سرتېرو له خوا اخیستل شوي.

«اروپا د کډوالو د ژوند مسئولیت نه مني»

ویډیو کې نیویارک ټایمز وایي: «دغه ویډیو کې موږ تاسو ته ښیو چې اروپایي سیاست څنګه په یوه ورځ کې ۲۰ کسان وژلي دي.»

دغه ورځپاڼه همداراز وایي چې د ۲۰۱۷ د سپرلي راهیسې د لیبیا ساحلي ګارد د اروپا له خوا تمویلېږي ترڅو چې مدیترانه کې کډوال له مرګه «وژغوري».

نیویارک ټایمز زیاتوي: «لیبیا سره دغه تړون د اېټالیا او اروپا له پاره یوه ایدیال تړون ګڼل کېږي.» ورځپاڼه وایي چې د دغه تړون تر لاسلیکولو وروسته اروپا د کډوالو د ژوند مسئولیت نه مني.

دوه کډوال د ډوبېدو په حال کې دي. کرېډېټ: یوټیوب

د لیبیایي سرتېرو انفعال

نیویارک ټایمز د کډوالو د دغې بېړۍ د سفر په اړه معلومات درکوي او وایي چې د نومبر په ۶مه نېټه د کډوالو دغې بېړۍ نړیوالو اوبو ته تر رسېدو وروسته له خطر سره مخ کېږي.

بېړۍ کې سپاره کسان یوازې یو چانس لري: باید اېټالوي چارواکو ته خبر ورکړي. دوی د یو سټلایټ تېلېفون په مرسته اېټالوي ماڼوګانو ته زنګ وهي. اېټالوي ماڼوګان ټولو هغو کښتیو ته خبر ورکوي چې په سیمه کې دي. دوی همداراز لیبیایي ماڼوګانو ته هم اطلاع ورکوي. له دوو ساعتونو وروسته د لیبیا ساحلي ګارد په خپله کښتۍ – راس جدیر ۶۴۸ – کې سیمې ته ورځي.

په ویډیو کې یو ژغورل شوی کډوال وایي: «کښتۍ یې راغله. خو د اوبو څپې ډېرې پیاوړې وې. کډوال په اوبو کې ولوېدل.»

د ویډیو او د انځورونو له مخې هغه کډوال چې د لیبیا د ساحلي سرتېرو کښتۍ ته سپرېږي وهل کېږي او نور یې په اوبو کې د ډوبېدو په حال کې دي. د لیبیا د ساحلي ګارد ځینې سرتېري د ډوبېدونکو کډوالو فېلمونه اخلي. خو له دوی سره مرسته نه کوي.

یو کډوال د لیبیایي سرتېرو د کښتۍ ترڅنګ ډوبېږي. کرېډېټ: یوټیوب

له څو دقیقو وروسته سیمه کې یوه بله کښتۍ راځي چې سي واچ ۳ نومېږي. نیویارک ټایمز وایي: «سي واچ کې د ټولو کسانو له پاره ځای موجود و... خو په اخر کې ۲۰ کسان ډوب شول او ۴۷ نور کډوال د لیبیا د ساحلي ګارد له خوا ونیول شول.»

«په اوبو کې ډېر کسان وو»

د سي واچ یو ژغورونکی وایي: «په اوبو کې ډېر کسان وو. هڅه مو وکړه چې ټول یې وژغورو. خو دوی له یو بل سره لرې ول.»

نیویارک ټایمز د لیبیایي سرتېرو د انفعال په اړه وایي: «د لیبیا د ساحلي ګارد لومړیتوب دا نه دی چې د کډوالو ژوند وژغوري. دوی یوازې غواړي چې له اروپا سره خپل تړون عملي کړي.»

د ۲۰۱۷ د نومبر پر ۶مه نېټه سي واچ ۵۸ کسان له سمندره وژغورل. ۴۷ نور کډوال له لیبیایي ماڼوګانو سره لیبیا ته لاړل. همداراز ۵ کسان د ژغورني عملیات پر مهال مړه شول چې په ډله کې یې یو نوی زیږېدلی ماشوم هم و. ۱۵ نور کډوال د لیبیایي سرتېرو تر رسېدو مخکې ډوب شوي وو.


 

نورې ليکنې