سپټمبر ۲۰۱۸: کډوال ماشوم چې د اکواریوس کښتۍ له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوی. کرېدېټ: موډ وېت د بې سرحده ډاکټرانو سازمان
سپټمبر ۲۰۱۸: کډوال ماشوم چې د اکواریوس کښتۍ له خوا له مدیترانې څخه ژغورل شوی. کرېدېټ: موډ وېت د بې سرحده ډاکټرانو سازمان

د مالتا لومړي وزیر جوزېف موسکات د چهارشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۹مه نېټه) وویل چې د دغه هیواد په ساحلي اوبو کې پاتې ۴۹ کډوالو ته پناه ورکوي.

د مالتا حکومت وایي چې له ځینو اروپایي هیوادونو سره یوې موافقې ته رسېدلې. د موافقې له مخې د دغه هیواد په ساحلي اوبو کې بند پاتې شوي کډوال د مالتا په یو بندر کې تر ښکته کېدو وروسته د ۸ نورو اروپایي هیوادونو – المان، فرانسه، پورتګال، آیرلنډ، رومانیا، لوګزامبورګ، هالنډ، اېټالیا – ترمنځ وېشل کېږي.

له دې نه مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ د دغو کډوالو په اړه اندېښنه ښودلې وه.  

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د فراسنې څانګې ویانده سلین شمېت د فرانسي خبري اژانس ته ویلې و چې دغه کډوال پر روحي ستونزو اخته کېدای شي.

بل لورته مالتا هیواد ویلي و چې اروپایي هیوادونه باید د هغو ۲۴۹ مهاجرو په تړاو یوې موافقې ته ورسيږي چې په تېرو څو ورځو کې دغه هیواد ته رسېدلي دي.

د یادونې وړ ده چې سي واچ کې ۳۱ او سي آی کې ۱۷ کډوال شته.

دوی له ۱۹ ورځو راهیسې د مالتا په ساحلي اوبو کې بند پاتې دي.

 

نورې ليکنې