کډوال د یونان په لېسبوس ښار کې، رویترز/ګئورګوس موتافیس، له آرشیو څخه
کډوال د یونان په لېسبوس ښار کې، رویترز/ګئورګوس موتافیس، له آرشیو څخه

د اکسفام سازمان د یو نوي رپوټ له مخې یونان کې د اومېندارو مېرمنو، بې سرپرسته ماشومانو او د شکنجې قربانیانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. دغه سازمان وایي چې د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه او یونان حکومت باید د دغو کډوالو وضعیت ته جدي پام وکړي.

د اکسفام سازمان په یو نوي رپوت کې چې نن د جنورۍ ۹مه نېټه خپور شو راغلي چې د یونان په ټاپوګانو کې په سلګونو کډوال په ډېرو سختو شرایطو کې اوسېږي. اکسفام په خپل رپوټ کې وایي چې یونان کې اومېنداورې ښځې، بې سرپرسته ماشومان او د شکنجې قربانیان باید له ځانګړي روغتیایي خدماتو څخه برخمن شي.

د اکسفام په رپوټ کې دا هم راغلي چې د یونان په لېسبوس ټاپو کې کډوالو ته روغتیایي امکانات برابر شوي نه دي. دغه سازمان وایي چې د یونان په سیستم کې نیمګرتیاوې ډېرې دي او له همدې کبله د شکنجې قربانیان، حاملې ښځې او کم سن کډوال موریا کمپ کې په خرابو شرایطو کې ژوند تېروي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مېرمنو له پاره کمپونو کې غسل خانې لا خوندي نه دي

اکسفام همداراز زیاتوي چې دغه کمپ کې حاملې ښځې او نوي زیږېدلي ماشومان تر خیمو لاندې اوسېږي.

د اکسفام د نوي رپوټ له مخې یونان کې د کډوالو د روغتیایي ازموینو په برخه کې کافي کارکوونکي نه شته. دغه سازمان زیاتوي چې د څو میاشتو له پاره لېسبوس ټاپو کې یوازې یو ډاکټر موجود و. دا په داسې حال کې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کډوال دغه ټاپو کې ژوند کوي.

لېسبوس کې د بشیرا سنټر مشر سونیا اندرو وایي: «روغتیایي ازموینه یوه مهمه مسئله ده. خو دلته کډوال مجبور دي چې د ازموینې په خاطر په میاشتو میاشتو انتظار وباسي.»

اکسفام چې له ۲۰۱۵ راهیسې په یونان کې فعالیت کوي وایي چې د دغه هیواد په کمپونو کې له ظرفیته ډېر کډوال اوسېږي. دغه سازمان زیاتوي چې د کډوالو د ډېروالي له کبله کمپونو کې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د ساموس ټاپو د مهاجرو مرکز به له کنټرول څخه ووځي

اکسفام همداراز د ځینو کډوالو له قوله وایي چې دوی په کمپونو کې ځانونه خوندي نه احساسوي.

له ترکیې سره د یو تړون له مخې د یونان حکومت کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې له ټاپوګانو څخه د دغه هیواد نورو سیمو ته سفر وکړي.  

اکسفام د اروپایي ټولنې له غړو هیوادونو څخه غواړي چې د روغتیایي او ټولنیزو خدماتو په برخو کې له یونان حکومت سره مرسته وکړي. دغه سازمان همداراز له یونان څخه غواړي چې کډوالو ته اجازه ورکړي چې له ټاپوګانو څخه نورو سیمو ته سفر وکړي چېرې چې روغتیایي خدمات شته.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: یوناني ټاپوګان د اکثرو افریقایي آخري تمځي دي

 

نورې ليکنې