د پاریس په پورت دو لا شاپل کې د کډوالو خیمې، کډوال نیوز
د پاریس په پورت دو لا شاپل کې د کډوالو خیمې، کډوال نیوز

د فرانس تغ دزیل د یوې نوې سرشمېرنې له مخې د پاریس د شمالي برخو په سړکونو کې ۲۰۳۹ کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د فرانس تغ دزیل د نوې سرشمېرنې له مخې د پاریس د شمالي برخو په سړکونو کې ۲۰۳۹ کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي. د پاریس د پولیسو قومندانۍ وایي چې د دغه ښار د هرکلي مرکزونو له کډوالو ډک دي. دغه قومندانۍ زیاتوي چې په راتلونکې کې مهاجرو ته ۱۲۰۰ نوي ځایونه برابرېږي.

د پاریس په شمالي سیمو کې د فرانس تغ دزیل سازمان د نوې سرشمېرنې له مخې (د جنورۍ ۹مه نېټه) ۲۰۳۹ کډوال د سړکونو ترڅنګ تر خیمو لاندې ژوند تېروي.

له دې مخکې دغه سازمان ویلي و چې پاریس کې شاوخوا ۱۷۲۸ تر خیمو لاندې ژوند کوي. د فرانس تغ دزیل عمومي مشر پییر آنري کډوال نیوز ته وایي: «د کډوالو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي. که پاریس کې دا وضعیت دوام وکړي، ښایي د جنورۍ تر پای پورې د کډوالو شمېر ۳۰۰۰ کسانو ته ورسېږي.»

د رپوټونو له مخې کډوال د شمالي پاریس په بېلابېلو سیمو کې ناقانونه کمپونه جوړ کړي: تر ۸۰۰ ډېر کسان د پورت دو لا شاپل په سیمه کې ژوند کوي، خو د سن – ډني، پورت دو کلیانکور او پورت دو لا ویلت سیمو کې هم د کډوالو کمپونه لیدل کېږي.


د دې سیمې قومندانۍ د فرانسي خبري اژانس ته وایي چې په ۲۰۱۸ کې ایل دو فرانس کې د پناه غوښتونکو شمېر ۴۵ سلنه لوړ شوی دی. د دغې قومندانۍ په خبره په ملي کچه د پناه غوښتونکو په شمېر کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. چارواکي وایي چې له همدې کبله د هرکلي مرکزونه له کډوالو ډک دي.

د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو ویلي، حکومت هڅه کوي چې کډوالو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي. مانا یې دا چې په راتلونکې کې ۱۲۰۰ ځایونه کډوالو ته پرانیستل کېږي.

له بلې خوا د فرانس تغ دزیل مشر په دې اند دی چې تر اوسه فرانسه کې د کډوالۍ د ستونزو د هوارولو له پاره کومه اوږمهاله حل لاره نه ده موجود. پییر آنری زیاتوي: «له دوو کلونو راهیسې وایو چې باید کډوالو ته د هرکلي لومړني مرکزونه جوړ شي.»

له دې مخکې پاریس کې ۱۴ سازمانونه لکه د بې سرحده ډاکټرانو سازمان او سکور کاټولیک په یوه مقاله کې لیکلي وو چې د فرانسې دولت کډوال «په خطر کې اچوي» او هڅه کوي چې دوی «له نظره ورک» شي. دغه سازمانونه د فرانسې ولسمشر ته ویلي وو چې باید ډېر ژر کډوالو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړي.



 

نورې ليکنې