احمد نواز ځوانانو ته د ترهګرۍ پر ضد د وينا په وخت، ټويټر
احمد نواز ځوانانو ته د ترهګرۍ پر ضد د وينا په وخت، ټويټر

پاکستاني زلمي احمد نواز څوک چې د بريتانيا په ځوانانو کې د امن او سولې پېغام خپروي او د بنياد پرستۍ او ترهګرۍ سره د مبارزې په موضوعاتو ويناګانې کوي، بريتانيا کې د لومړي وزير دفتر له خوا «پوينټس اف لايټ» جایزه ترلاسه کړې.

احمد نواز په ډېسمبر ۲۰۱۴ کې د طالبانو له خوا د ارمي پبلېک سکول پېښور پرضد بريد کې ژوبل شوی و څوک چې وروسته له خپلې کورنۍ سره د بريتانيا برمنګهم ښار ته د علاج له پاره تللی و. احمد نواز د خپل علاج سره سره نه يوازې خپلو زدکړو ته دوام ورکړو بلکه د بريتانيا په بېلا بېلو ښوونځیو او کالجونو کې يې د ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو ويناګانې پېل کړې.

د لومړي وزیر د دفتر له خوا يو خط کې ليکل شوي دي چې احمد نواز يو اتلس کلن پاکستاني زلمي دی او پاکستان کې د ښوونځي پر ضد د ترهګرو په بريد کې بچ شوی دی، نن سبا په لوېديځ ميډلېنډز کې يو خوا بل خوا ګرځي او زده کونکو ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو ويناګاني کوي. 

احمد په انګلستان کې په زرګونو ښوونکو ته ويناګانې کړې او هغه د ملګري ملتونو له خوا تنظيم شوي پروګرامو کې هم برخه اخلي. د طالبانو د ګواښونو باوجود احمد حوصله نه ده بايللې او خپل ماموريت ته يې دوام ورکړی.

د ياد خط تر مخه د بريتانيا لومړۍ وزيرې ټيريزا مې په يو شخصي ليک کې احمد نواز ته ليکلي: «ستا کار ځوانان د ترهګرۍ او بنياد پرستۍ پر ضد بېدارول ارزښتمن دې. اصل کې ستا د شخصي ځواک او حوصلې په شا ستا خپله ذاتي تجربه ده.» ټيريزا مې د احمد نواز د ترهګرۍ او بنياد پرستۍ پرضد مبارزې کې د هغه د کردار ستاينه کړې ده.

احمد نواز لومری پاکستاني دی چې پواينټ اف لايټ جايزه يې ترلاسه کړي ده. 


 

نورې ليکنې