سوریایي کډوال احمد حامد د خپلې محاکمې پر مهال، رویترز
سوریایي کډوال احمد حامد د خپلې محاکمې پر مهال، رویترز

د هنګري یوې محکمې د جمعې پر ورځ (د جنورۍ ۱۱مه نېټه) اعلان وکړ چې ۴۱ کلن احمد حامد له درې کاله بند وروسته له زندانه خوشې کېږي. احمد حامد ۲۰۱۵ کې د هنګري او صربیا په ګډو سرحدونو کې د پولیسو او مهاجرو ترمنځ تر یوې شخړې وروسته بندي شوی و.

۴۱ کلن احمد حامد، چې له سوریې سره تړاو لري، له درې کاله بند وروسته خوشې کېږي. نوموړی د تاوتریخوالي په تور په ۵ کاله بند محکوم شوی و.

د هنګري د ختیځ نیزګیازا سیمې محکمې د دغه هیواد یو خبري اژانس ته وویل، اټکل شوې نوموړی د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه له بنده خوشې او له هنګري نه اخراج شي. تر اوسه معلومه نه ده چې ښاغلی حامد کوم هیواد ته اجراجېږي.

دی په دې تورن و چې د ۲۰۱۵ په  سپټمبر میاشت کې یې د هنګري او صربیا په سرحد کې د پولیسو پر وړاندې تاوتریخوالي ته لمن وهلې ده.

 احمد حامد په ۲۰۱۶ کې لومړی په ۱۰ کاله بند محکوم شو، خو بیا د نوموړي دغې سزا لغوه شوه. تېر مارچ د هنګري یوې محکمې هغه په ۷ کاله بند محکوم کړ. د ۲۰۱۸ په سپټمبر کې د نوموړي سزا ۵ کلونو ته ټیټه شوه. د ښاغلي حامد د مدافع وکیل، د اروپایي ټولنې هیوادونو او د ګڼ شمېرو سازمانونو په حواله دغه سزا نامعقوله وه.

هنګري او د کډوالو ضد سیاست

هنګري کې د ویکتور اوربان د واکمنۍ پر مهال د کډوالو پر وړاندې اقدامات سخت شوي دي. ۲۰۱۵ کې دغه هیواد له صربیا سره د خپلو سرحدونو په اوږدو کې اغزن سیمونه وغزول.

د ۲۰۱۸ په لومړیو میاشتو کې د هنګري په پارلمان کې ښه اړخو محافظه کار او سخت دریځو ښې اړخو سياستوالو يو قانون تصويب کړ ترڅو د مهاجرو سره د بشري مرسته کوونکو سازمانونو او اشخاصو په کار کې په لوړه اندازه اخلال رامنځ ته کړي. د جزا په قانون کې په تغیر سره دا ممکنه شوه چې هغه کسان چې د ياد قانون له مخې «د غير قانوني مهاجرت سره په مرسته» مجرم ګڼل کېږي او خپل جرم يې تکرار کړی وي، نو تر يو کال پورې ورته د بند سزا اورول کېدلای شي. 

همدغه کال کې هنګري کې د هغو انجوګانو فعالیتونه بند کړل شول چې له کډوالو سره یې مرستې کولې. د ۲۰۱۸م کال د جولای په ۲۰مه نېټه د دغه هیواد پارلمان د «پر مهاجرت باندې ځانګري مالیات » په نوم یو بل سند تصویب کړ. دا مصوبه پر ټولو هغو سازمانونو ۲۵ سلنه مالیات وضع کوي چې «د مهاجرت ښه اړخونه ښیي.»

د یادې مصوبې له مخې، «ټول هغه پروګرامونه او فعالیتونه چې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول خلک مهاجرت ته هڅوي» د مالیاتو تابع دي. مانا یې دا چې ښوونېز فعالیتونه، کمپاینونه، سمینارونه او تبلیغي پروګرامونه هم باید مالیات ورکړي.

له بلې خوا د ۲۰۱۸ په سپټمبر میاشت کې د اروپایې شورا د شکنجې ضد کمیټې د هنګري پولیس له مهاجرو سره په ناوړه چلند تورن کړ.

د یادې کمیټې د رپوټ پر بنسټ هغه ډاکټر چې سیمې ته په لېږل شوي پلاوي کې موجود وو او مهاجر یې معاینه کړي دي هغو ټپونو ته متوجه شوی دی چې د هنګري پر امنیتي ځواکونو د لګول شویو تورونو پر ريښتينوالې دلالت کوي.

د یو بل خبر له مخې د ۲۰۱۸ په نومبر میاشت کې د ملګرو ملتونو کارپوهان وویل، هنګريایي چارواکي هغوی ته اجازه نه ورکوي چې د روڅکې او تومپا ترانزیټي سیمو ته لاړ شي. د یادو کارپوهانو په یوه خبرپاڼه کې راغلي و چې دې سیمو کې کډوال او پناه غوښتونکي – چې په ډله کې یې ماشومان هم دي – ازادي نه لري. 

 

نورې ليکنې