د فرانسې د بهرنیانیو عمومي ادارې له خوا راټولې شوې شمېرې ښيي چې تېر کال په فرانسه کې ۱۲۲۷۴۳ کسانو د پناه غوښتنه کړې. دغه شمېر د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښیي.
تېر کال د فرانسې د کډوالو او بې وطنو د ساتنې سازمان یا اوفپرا ۲۴۶۶۳ کسانو ته پناه ورکړې ده. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۷ کې دغه سازمان ۲۳۹۵۸ کسانو ته پناه ورکړې وه.
په دغه احصایه کې دا هم ویل شوي چې د ډوبلیني شوي کډوالو شمېر کې هم ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی.
همداراز تېر کال فرانسه کې د اخراج شویو کسانو شمېر ۹ اعشاریه ۹ سلنې (ټولټال ۱۵۰۰۰ کسان) ته لوړ شوی.
د رپوټ له مخې ۲۰۱۸ کې ۹۴۳۹ افغانانو په فرانسه کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه کال کې له ګینیا، البانیا، ګرجستان، د عاج ساحل او سوډان څخه راغلي کسان د کډوالۍ له اړخه په ترتیب سره دوېم، دریم، څلورم، پینځم او شپږم مقام لري.
له بلې خوا په ۲۰۱۸ کې فرانسه شاوخوا ۳ اعشاریه ۵ میلیونو کسانو ته لنډمهالې ویزې او ۸۲۰۰۰ نورو ته یې تحصیلي ویزې ورکړې دي.