۲۰۱۸، امانویل مکرون د فرانسې په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: رویترز
۲۰۱۸، امانویل مکرون د فرانسې په شمالي سیمه کې. کرېډېټ: رویترز

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون فرانسویانو ته په یوه لیک کې د کډوالو د سهمیه بندۍ په اړه خبرې کوي. نوموړی وایي ښایي غوره وي چې فرانسه کې هر کال د کډوالو شمېر تعین شوی او محدود وي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون فرانسویانو ته په یوه لیک کې د کډوالو د سهمیه بندۍ په اړه هم خبرې کړې. ښاغلی مکرون وایي، ښایي غوره وي چې فرانسه کې هر کال د کډوالو شمېر محدود شي.

داسې یو وړاندیز د ښاغلی مکرون په ټاکنیز پروګرام کې درج شوی نه و. د ۲۰۱۷م کال په سپټمبر میاشت کې د فرانسې ولسمشر ویلي و چې د سهمیه بندۍ طرحه یوازې د «تخصصي مهاجرت» په برخه کې غوره ده.  

خو که تاریخ ته وګورو داسې یو وړاندیز نوی نه دی. د ۱۹۳۳ د یوي قانون له مخې په فرانسه کې د بهرنيو کارکوونکو شمېر تعین شوی و. په ۲۰۰۷ کال کې هم دغه وړاندیز د نیکولا سرکوزي د واکمنۍ پر مهال مطرح شو. د ۲۰۱۷ د ټاکنو پر مهال هم ولسمشرۍ ته یو نوماند فرانسوا فییون د یوې داسې سهمیه بندۍ په اړه خبرې وکړې.

د اساسي قانون او د نړیوالو حقونو ضد وړاندیز

د ۲۰۰۹ په جولای میاشت کې یو فرانسوي سیاستوال پیېر مازو وویل چې د سهمیه بندۍ طرحه ناشونې او بې ګټه ده. هغه دا هم ویلي و چې د داسې یو وړاندیز په مرسته له ناقانونه کډوالۍ سره مبارزه ممکنه نه ده.

په ۲۰۱۷ کې د مونتېنی انسټیټیوټ د سهمیه بندۍ په اړه وویل چې دغه کار د اساسي قانون او د نړیوالو حقونو خلاف دی.

یو لانجمن وړاندیز

 فرانسه کې د کیڼ اړخو ګوند پلویانو پر دغه وړاندیز ډېر تنقیدونه لري.

د فرانسې د پارلمان یو سوسیالېسټ غړی لوک کارووناس د دوشنبې پر ورځ وویل چې ولسمشر مکرون هڅه کوي د ښۍ اړخو سیاستوالو له وړاندیزونو څخه ګټه پورته کړي.

بل لورته د فرانس تغ دزیل سازمان مشر پیېر انري وایي چې دا یوه غوره وړاندیز نه دی.

فرانسوي سازمان سیماد همداراز ویلي چې د ولسمشر مکروان دا وړاندیز د اساسي قانون او د فرانسې د نړیوالو مکلفیتونو خلاف دی.


 

نورې ليکنې