کرېډېټ: پیکسابی
کرېډېټ: پیکسابی

د فنلنډ د پارلمان غړو د سه شنبې پر ورځ فیصله وکړه چې د هغو جنسي مجرمانو پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي چې په بهرنيو هیوادونو کې زېږېدلي دي. په دې وروستیو کې فنلنډ کې ځینې کډوال پر کم عمره نجونو د جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي په ګومان ونیول شول.

د فنلنډ د پارلمان غړو د سه شنبې پر ورځ (د جنورۍ ۱۵مه) فیصله وکړه چې د هغو جنسي مجرمانو پر وړاندې باید جدي اقدامات وشي چې په بهرنيو هیوادونو کې زېږېدلي دي. دغه فیصله له هغې وروسته کېږي چې فنلنډ کې ځینې کډوال پر کم عمره نجونو د جنسي تېري او د جنسي تاوتریخوالي په ګومان ونیول شول.

د فنلنډ پارلمان د دغې فیصلې له مخې جنسي مجرمان باید مجازات شي، او که بهرني وي نو فنلنډي تابعیت یې باید ترې واخیستل شي.

د شنبې پر ورځ (د جنورۍ ۱۲مه) فنلنډي چارواکي وویل چې درې داسې کسان یې پر ماشومانو د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي په ګومان نیولي دي چې په بهرنیو هیوادونو کې زېږېدلي دي.

د رپوټونو له مخې په دې وروستیو اونیو کې د فنلنډ په اولو ښار کې هم ځینې کسان د ورته جرمونو ترسره کولو په تور نیول شوي دي.

بل لورته تېر ډېسمبر د اولو ښار پولیس ۹ کسان – چې ټول یې کډوال او پناه غوښتونکي وو – د جنسي تخلفاتو په ګومان ونیول.

همداراز د جمعې پر ورځ درې نور کسان پر کم عمره نجونو د جنسي تېري په ګومان ونیول شول.

فنلنډ کې دغې پېښې د خلکو د غوسې او قهر لامل شوې دي.

د شنبې پر ورځ د فنلنډ ولسمشر سولي نینیستو په یوه اطلاعیه کې وویل: «دا چې پناه غوښتونکي زموږ هیواد ته بدي او شر راوړي او د ناامنیو لامل شي د منلو وړ نه دی.»

د سه شنبې پر ورځ د انتي کیکونېن ګوند یو استازی یوې فنلنډۍ رسنۍ ته وویل چې د فنلنډ د پارلمان غړو پر یو لړ سختو اقداماتو موافقه کړې.

بل لورته د فنلنډ پولیس وایي، تېر کال د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخواليو ۱۴۰۰ نښې نښانې ترلاسه کړې. په ځینې جنسي ځورونو پېښو کې (۲۵ سلنه) داسې کسان لاس لري چې په بهرنیو هیوادونو کې زېږېدلي دي.


 

نورې ليکنې