د «مالتېزه اوردن» په نوم کاتوليکي ټولنې ږغ کړی چي د اروپايي هيوادونو د مهاجرت سياست بايد د مهاجرو په هيوادونو کي پېل سي.
د کاتوليکي کليسا سره تړاو لرونکي «مالتېزه اوردن» لوی چانسلر البرېخت
فون بوزه لاګر ويلي چي د مهاجرت په تړاو د اروپا سياست بايد لومړی د مهاجرينو په
اصلي ټاټوبو او د هغوی په هيوادونو کي پېل سي. حقوقپوه البرېخت فون بوزه د يادې
ټولنې د بهرنيو چارو مسؤل دی.
د کاتوليکي خبري آژانس د خبر په حواله بوزه لاګر زياته کړې: «له دې څخه مخکي چي
مهاجر اروپا ته راسي بايد د هغوی په خپلو هيوادونو کي هغوی ته د ژبي کورسونه او د
حرفوي زدکړو امکانات برابر کړل سي.» نوموړي دا فليپن هيواد بېلګه ورکړې چي: «هلته
مېرمنو ته د ناروغ پالنې حرفوي کورسونه ورکول کيږي، هغوی آلماني ژبه زده کوي او
بیا و آلمان ته راځي.»
بوزه لاګر ويلي چي د يادو کورسونو وړاندي کول يو مشکل کار دی. خو هغه زياتوي چي
دغه مشکل نه بايد د دې له پاره توجيه وګرځول سي چي څوک له سره اقدام ونه کړي. د
هغه په وينا دا ډول کورسونه و مهاجرو ته په خپلو هيوادونو او په همدې راز په هغو
هيوادونو کي چي دوی ورته مهاجر کيږي امکانات او چانسونه برابروي.
د بوزه لاګر په وينا په دغه لاره په آلمان کي د مريضانو د مراقبت کوونکو سخت کمښت
ته د حل لاره موندل کيدلای سي. د هغه په وينا مهاجر د خپلو معاشونو نژدې ۳۰ سلنه
خپلو اصلي هيوادونو ته ليږي او په دې توګه په هغو هيوادونو کي هم د انسانانو سره
مرسته کيږي او ورته ګټه رسيږي. دغه حقوقپوه زیاته کړې ده چي په ټوليزه توګه هر کال
نژدې ۶۰۰ مليارده يورو د مهاجرو اصلي هيوادونو ته لېږدول کيږي چي د پرمختيايي
مرستو د کلني ۱۴۰ ملياردو يورو حجم څخه لا زيات حجم لري.
د کاتوليکي کليسا د يادي ټولنې دغه مشر وايي چي د افريقا په ستره وچه کي د نفوس د
زياتېدو اټکلونو ته په کتو سره به دا يو ناسم خيال وي که څوک فکر وکړي چي د کټارو
په مرسته د مهاجرو د مهاجرت مخه نيول کيدلای سي. هغه زياته کړې: «هغه ازدحامونه چي
رامنځ ته کيدلای سي، په نظامي توګه يې موږ تر عهدې نه سو وتلای، که يې په هکله تر
مخه معقولې حللاري پيدا نه کړو.»
بوزه لاګر غوښتنه کړې چي اروپا بايد د مهاجرت په تړاو په مشارکت او همکارۍ سره د
پراخې سينې سياست خپل کړي ځکه چي يو هيواد په يوازي سر دغه ننګونې نه سي جوابولای.