د بې سرحده ډاکټرانو کلنیک. کرېډېټ: کډوال نیوز
د بې سرحده ډاکټرانو کلنیک. کرېډېټ: کډوال نیوز

د بې سرحده ډاکټرانو کلینیک هره اونۍ د پاریس په شمالي سیمو کې هغو کډوالو ته مرستې برابروي چې له روغتیایي خدماتو څخه برخمن نه دي. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

سیسوکو د بې سرحده ډاکټرانو کلینیک ته ننوزي او د ناروغانو پر څوکۍ کېني. الن له سیسوکو څخه پوښتي: «فرانسوي پوهېږئ؟ مشکل دې څه دی؟»

الن د بې سرحده ډاکټرانو سازمان سره کار کوي. د سهار له ۱۱ بجو راهیسې الن له هغو کډوالو سره کتنه کوي چې بې سنده دي، غوښتنې یې ردې شوې او یا ډوبلیني ګڼل کېږي. د الن دغه خوځند کلینیک نن د پاریس په پورت دو لا ویلت سیمه کې درول شوی. د نوموړي ناروغان ټول د پاریس شمالي سیمې په ناقانونه کمپونو کې اوسېږي او هېڅ یو یې له روغتیایي خدماتو څخه برخمن نه دي.

سیسوکو الن ته وایي: «دغه عکسونه چې په موبایل کې مې ګورئ د راډیولوژۍ انځورونه دي. هغه مهال اېټالیا کې وم. اوس مې پښه سخت درد کوي.» سیسوکو له یوې میاشتې راهیسې فرانسه کې ژوند تېروي، خو د اوسېدو ځای نه لري.

د بې سرحده ډاکټرانو کلنیک په پورت دو لا ویلت کې. کرېډېټ: کډوال نیوز

الن ور ته وایي: «باید هوټل دیو ته لاړ شئ چې یو لوی روغتون دی. زه تاسو ته یو لیک درکوم. تاسو یې ډاکټرانو ته ورکړئ.»

«موږ هغه ځای ته ځو چېرته چې کډوال کومک ته اړتیا ولري»

د ۲۰۱۸ له اپریل میاشتې راهیسې د بې سرحده ډاکټرانو کلینیک هره اونۍ له هغو کډوالو سره مرسته کوي چې روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري. پاریس او ایل دو فرانس کې د بې سرحده ډاکټرانو د دغې پروژې سموونکې کارولین دوي وایي: «موږ هغه ځای ته ځو چېرته چې کډوال کومک ته اړتیا ولري. په کلینیک کې مو یو ډاکټر، یو نرس او دوه ژباړونکي شته.»

الن له سیسوکو سره. کرېډېټ: کډوال نیوز

تر دې مخکې د بې سرحده ډاکټرانو دغه کلینیک د پاریس په ژورس، د میلنر کمپ ترڅنګ او پورت دو لا شاپل کې موقعیت درلود. خو نن دغه کلینیک په پورت دو لا ویلت کې دی. کارولین دوي وایي: «را ته ویل شوي و چې دلته ناقانونه کمپونه ډېر دي او کډوال روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري.»

بېلابېلې ناروغۍ

رشید او علي د بې سرحده ډاکټرانو ژباړونکي دي. رشید په عربي خبرې کوي او علي په فارسي. رشید چې د سوډاني کډوال عثمان د خیمې ترڅنګ ولاړ دی وایي: «کډوالو ته وایو چې که ستونزې ولري نو موږ ته مراجعه کولی شي. دا زموږ دنده ده.»

رشید له عثمان سره د روغتیایي ازموینې په اړه خبرې کوي. عثمان له هغه سره کلینیک ته راځي او وایي: «پښه مې سخت درد کوي خو زه حتی جوراب نه لرم.» د عثمان په شان ډېر کډوال د پښې له درد څخه شکایت کوي.

د دغه خوځند کلنیک داکټر وایي: «دوی هره ورځ په سړکونو کې لالهاند ګرځي. جوراب نه لري. هوا هم سړه ده.»

د ناروغانو په ډله کې ځینې کسان هم له ټوخي څخه شکایت کوي.

سوډاني کډوال عثمان د پورت دو لا ویلت په یوه ناقانونه کمپ کې ژوند تېروي. کرېډېټ: کډوال نیوز

د پیلار په نوم یو نرس چې د بې سرحده ډاکټرانو له دغې ډلې سره مرسته کوي وایي: «زه تر خیمې لاندې کار کوم. له ډاکټر سره مرسته کوم. کله کله هم د ناروغانو معاینه کول زما دنده ده. خو که ناروغۍ یې جدي وي نو ډاکټر یې ازموینې ترسره کوي.»

پیلار وایي چې دغه کلینیک کې دوی همداراز د کډوالو کیسو او ستونزو ته غوږ نیسي. د هغې په خبره: «ډېر کډوال پر روحي ناروغیو اخته شوي. ځینې یې له ژونده ستړي شوي دي. مهاجرت او په سړکونو کې ژوند تېرول اسان نه دي.»

 ۲۰ کلن افغان کډوال جمال پر روحي ناروغیو اخته دی. له کلینیکه تر وتو وروسته د جمال په سترګو کې اوښکې لیدل کېږي. جمال وایي: «سر مې درد کوي. ډاکټر وایي چې راسره کومه خاصه مرسته نه شي کولی. فرانسې ته راغلی یم خو دا مې حال دی. له ۲۰۱۷ راهیسې په سړکونو کې اوسېږم. نور صبر او حوصله نه لرم. که افغانستان ته لاړ شم وژل کېږم، خو ښایي هغه غوره وي.»

د اورېدو ځای

دغه کلینیک تر اوسه ډېر مشهور نه دی. له همدې کبله د سهار له خوا لږ کډوال کلینیک ته راځي. خو ماسپېښین کې د ناروغانو شمېر لوړېږي. ورځ کې ټولټال ۵۰ کډوال کلینیک ته مراجعه کوي.

په خوځند کلینیک کې ډاکټران له کډوالو سره بل ډول چلند کوي. الن وایي: «د بېلګې په توګه دلته کډوالو ته انټي بیوتیک ورکوو ځکه د هغوی د ژوند وضعیت ښه نه دی. خو په عادي وضعیت کې انټي بیوتیک هر چا ته نه ورکول کېږي.»

خوځند کلینیک یوازې یو طبي ځای نه دی، دغه کلینیک د ژوند ځای هم دی. مانا یې دا چې دغه کلینیک کې کډوالو ته د بېلابېلو مسائلو په اړه معلومات ورکول کېږي.

سیسوکو وایي: «دا ډېر ښه دی چې خلک تاسو ته غوږ ونیسي.» هغه لومړی پورت دو لا شاپل ته ځي ترڅو غذا وخوري، او بیا د درملنې له پاره هوټل دیو ته ورځي. سیسوکو وایي: «هیله من یم چې هوټل دیو کې ډاکټران راسره مرسته وکړي.»

علي د بې سرحده ډاکټرانو سازمان یو ژباړونکی دی. کرېډېټ: کډوال نیوز

***

د بې سرحده ډاکټرانو خوځند کلینیک هره پنجشنبه د کډوالو ناقانونه کمپونو ته ځي. اټکل شوې چې د جولای پر ۲۴ نېټه دغه کلینیک د پورت دو لا ویلیت په اګوست بارون څلورلاره کې وي.  


 

نورې ليکنې