دغه کډوال د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۵مه د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول. کرېډېټ: رویترز / هاني اماره
دغه کډوال د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۱۵مه د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول. کرېډېټ: رویترز / هاني اماره

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کسانو له قوله وایي چې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۷۰ کسان د کښتۍ د ډوبېدو په دوو پېښو کې مړه شوي. یوه حامله ښځه او دوه ماشومان – چې یو یې دوه میاشتنی دی – د قربانیانو په ډله کې دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان وایي چې د جمعې پر ورځ (د جنورۍ ۱۸مه) مدیترانه کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله شاوخوا ۱۱۷ کډوال مړه شوي دي. دا په دوو ورځو کې دویمه تراژیدي ده.

یاده اداره د پېښې له ژغورل شویو کسانو سره د لامپدوسا په ټاپو کې مرکې کړې دي. درې کډوال، چې د اېټالوي مانوګانو له خوا ژغورل شوي، دغې ادارې ته ویلي چې کښتۍ یې له لیبیا څخه حرکت کړی و او تر حد زیات کډوال په کې سپاره وو.

کښتۍ له ۱۰ ساعتو وروسته ډوبه شوه

دغه کډوال وایي چې کښتۍ کې شاوخوا ۱۲۰ کسان سپاره وو او اکثره یې د افریقایي هیوادونو څخه راغلي وو.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو په یوه اطلاعیه کې راغلي: «دوی د پنجشنبې په شپه د لیبیا له ګارابولي بندر څخه حرکت وکړ. خو کښتۍ یې له ۱۰ ساعتو وروسته اوبو کې ډوبه شوه.» دغه درې کډوال د څو ساعتو له پاره د سمندر په اوبو کې وو، خو بیا د اېټالیا د سمندري ځواکونو د یوې الوتکې له خوا وژغورل شول.

دوی وایي چې کښتۍ کې لږ تر لږه لس ښځې هم وې چې یوه یې حامله وه. یاده کښتۍ کې دوه ماشومان هم وو.

۵۰ نور کسان د ډوبېدو په یوه بله پېښه کې مړه شوي

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې د اسپانیا په ساحلي اوبو کې ۵۳ نور کډوال مړه شوي دي.

بل لور ته سي واچ سازمان ویلي چې مدیترانه کې یې ۴۷ کډوال ژغورلي دي. دا په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې ۶۸ نور کډوال د اېټالیا د ساحلي ګارد له خوا ژغورل شوي وو.

لیبیا کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د شنبې پر ورځ وویل چې «تر اوسه د لیبیا ساحلي ګارد د ژغورنې دوه عملیاتونه ترسره کړي دي. د دغو عملیاتو په پای کې تر لسو کسان – سړي، ښځې او ماشومان – بېرته لیبیا ته یووړل شول.» دغه سازمان اوس هڅه کوي چې د ژغورل شویو کسانو په اړه معلومات راټول کړي.

بل لور ته د اېټالیا د وزیرانو شورا د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل: «د شنبې او یکشنبې پر ورځو سمندر کې هوا ښه وه. له همدې کبله قاچاق وړونکي غوښتل چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.»

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ له پیل راهیسې لږ تر لږه ۲۰۰ کډوال په مدیترانه کې لادرکه شوي دي.


 

نورې ليکنې