د فرانسې سمندري ځواکونه د مانش په کانال کې. کرېډېټ: @premarmanche
د فرانسې سمندري ځواکونه د مانش په کانال کې. کرېډېټ: @premarmanche

د دوشنبې پر ورځ دوه افغانان او یو برېتانوي د فرانسې د بولونی – سور – مېر سیمې د یوې محکمې له خوا په تنفیذي بند محکوم شول. بل لور ته یو بلغاریایي لارۍ چلوونکی د شېربورګ محکمې له خوا په دوه کاله زندان محکوم شو.

د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۱مه) دوه افغانان او یو برېتانوي د فرانسې د بولونی – سور – مېر (پا – دو – کلې) سیمې د یوې محکمې له خوا په بند محکوم شول. یاد کسان مانش کانال کې د انساني قاچاق په تور نیول شوي وو.

د ۲۰۱۸ کال د نومبر په ۲۱مه فرانسوي چارواکي مانش کانال کې ۱۱ کسان، چې وضعیت یې ډېر خراب و او په یوه بېړۍ کې یوازې پرېښودل شوي وو، له مرګه وژغورل.

یاد کډوال پولیسو ته وویل چې بېړۍ یې د یوې بلې کښتۍ په شا پسۍ تړلې وه.

د دغو کډوالو په بېړۍ کې څلور پاروګان او د ژغورنې ۷ واسکټونه موجود وو.

چارواکي وویل چې د تېلېفوني مکالمو د اورېدو په مرسته یې د دغو کسانو هویت معلوم کړی: ۳۰ کلن جاهد ج او ۲۶ کلن نجیب الله ر افغانان وو، خو مصطفی برېتانوي تابعیت درلود او ۱۹۸۷کال کې په کابل کې زېږېدلی و.

د بولونی – سور – مېر محکمې وایي چې دغه کسان د قاچاق وړونکو د یوې ډلې په حیث په بند محکوم شوي.

فرانسوي څارنوال کامي ګورلن وویل: «له سمندره تېرېدل ډېر خطرناک کار دی. ۲۰۱۶ کې له مانش څخه د تېرېدو ۲۳ پېښې او ۲۰۱۷ کې ۱۲ پېښې رامنځته شوې. خو په ۲۰۱۸ کال کې دغه شمېر ۷۱ ته رسېدلی.»

یاد کسان همداراز د لسو کلونو له پاره فرانسې ته د ننوتو اجازه نه لري.

بل لور ته یو ۳۰ کلن بلغاريایي قاچاق وړونکی د دوشنبې په ورځ د شېربورګ (مانش) د یوې محکمې له خوا په دوه کاله بند محکوم شو.

نوموړی وروسته له هغې ونیول شو چې په لارۍ کې یې لس ویټنامي کډوال پټ کړي وو.

د شېربورګ محکمې قاضي وویل: «دا د شرم ځای دی چې ځینې کسان حتی د کډوالو له خراب وضعیت څخه هم ګټه پورته کړي.»

د ۲۰۱۹ له پیل راهیسې شاوخوا ۹۰ کډوال هڅې کړې چې د مانش کانال له لارې برېتانیا ته لاړ شي.

څو ورځې مخکې د فرانسې د پا – دو – کالې سیمې قومندان فابیان سوډري وویل چې د کالې په یو ساحل کې یې دوه عراقي قاچاق وړونکي نیولي دي. د نوموړي په خبره دغه قاچاق وړونکي غوښتل چې یوه عراقۍ کورنۍ – یوه مور او ماشوم یې – برېتانیا ته یوسي.

 

نورې ليکنې