د جنورۍ ۲۲مه: پاریس کې د کډوالو یو کمپ وتړل شو. کرېډېټ: د سولیداریتې میګران ویلسون له فېسبوک پاڼې څخه
د جنورۍ ۲۲مه: پاریس کې د کډوالو یو کمپ وتړل شو. کرېډېټ: د سولیداریتې میګران ویلسون له فېسبوک پاڼې څخه

د سه شنبې پر ورځ د پاریس په پورت دو کلینیانکور سیمه کې د کډوالو یوه ناقانونه کمپ د پولیسو له خوا وتړل شو.

د سه شنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) د پاریس په پورت دو کلینیانکور سیمه کې د کډوالو یو کمپ، چې په کې شاوخوا ۱۸۰ کډوال اوسېدل او اکثره یې افغانان وو، وتړل شو.

د پولیسو قومندانۍ وایي چې د دغه کمپ اوسېدونکو د ایل دو فرانس ځینې جمنازیمونو ته یووړل شول.

۲۴ کلن افغان کډوال عبدل چې هیله من دی یو جمنازیم ته واستول شوي وایي: «له یوې میاشتې راهیسې دغه کمپ کې اوسېږم. خو اوس خوښ یم چې پولیسو یې وتاړه.»

نوموړی زیاته کړه: «له پولیسو سره کوم خاص مشکل نه لرو، خو هوا ډېره سړه ده. اوس کولی شو چې شاور واخلو او نورمال خوب وکړو.»

بل لور ته مهاجر پلوه سازمان یوتوپیا ۵۶ وایي، ګڼ شمېر کډوال نه غواړی چې جمنازیمونو ته لاړ شي. د یوتوپیا ۵۶ یو بنسټګر یان مانزي وایي: «د کډوالو په ډله کې ګڼ شمېر ډوبلیني کسان شته. دوی وېرېږي چې د هرکلي او د وضعیت د ازموینې مراکزو ته لاړ شي، ځکه ممکن له دغه ځای څخه اداري توقیف خونو ته ولېږدول شي.»

د فرانس تغ دزیل سازمان د رسمي شمېرو له مخې د پاریس په شمالي سیمو کې ۲۲۸۵ افغان، سوډاني او اریتریایي کډوال په سړکونو کې ژوند تېروي.

تر دې مخکې د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو ویلي و، حکومت هڅه کوي چې کډوالو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي. مانا یې دا چې په راتلونکې کې ۱۲۰۰ ځایونه کډوالو ته پرانیستل کېږي.

 

نورې ليکنې