پورت دو لا شاپل کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: مهدي شبیل
پورت دو لا شاپل کې د کډوالو انځور. کرېډېټ: مهدي شبیل

د روغتیا نړیواله اداره په یو نوي رپوټ کې وایي چې اروپا کې ځینې کډوال او پناه غوښتونکي له ژبې او سیمې سره د نابلدتیا له کبله له روغتیایي خدماتو څخه بې برخې دي. دغه اداره د ځینې اروپایي حکومتونو له سیاستونه څخه هم شکایت کوي.

د روغتیا نړیواله اداره د دوشنبې پر ورځ (د جنورۍ ۲۱مه نېټه) وویل چې اروپا کې ځینې کډوال او پناه غوښتونکي له ژبې او سیمې سره د نابلدتیا له کبله له روغتیایي خدماتو څخه بې برخې دي. دغه اداره همداراز وایي، ځینې اروپایي حکومتونه نه غواړي چې کډوال روغتیایي خدماتو ته لاس رسی ولري. 

د روغتیا نړیوالې ادارې په نوي رپوټ کې راغلي چې تبعیض او د اروپایي هیوادونو په اړه د معلوماتو نشتوالی د دې لامل شوی چې اروپا کې ځینې بې سنده کډوال لومړنیو روغتیایي خدماتو ته لاس رسی و نه لري.

دغه اداره په خپل رپوټ کې لیکي: «په ځینې مواردو کې ملي قوانین له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي. ځکه ممکن د یو هیواد د ملي قوانینو په بربنسټ بې سنده کسان له روغتیایي خدماتو څخه بې برخې وي، خو د نړیوالو قوانینو له مخې دا د هغوی اساسي حق ګڼل کېږي.»

له ۲۰۱۵ راهیسې اروپایي هیوادونه خپل سرحدونه د کډوالو پر مخ تړلي دي. په دغه کال کې شاوخوا ۱ میلیون کسان چې له ځینې اسیایي او افریقایي هیوادونو سره یې تړاو درلود اروپا ته داخل شول.

بل لور ته اروپایي ټولنې له ځینې هیوادونو لکه ترکیې او لیبیا سره تړونونه لاسلیک کړي ترڅو د کډوالو له څپې څخه مخنیوی وکړي.

د کډوالۍ په اړه یو تړون د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې د ۱۹۳ هیوادونو له خوا ومنل شو، خو بیا د ډېسمبر په میاشت کې یوازې ۱۶۴ هیوادونه دغه تړون لاسلیک کړ.

له بلې خوا د روغتیا نړیوالې ادارې په دغه رپوټ کې دا هم راغلي چې ځینې کډوال کوربه هیواد کې د ناروغیو د خپرېدو لامل کېدای شي.


 

نورې ليکنې