اېټالیا کې د کډوالو انځور، رویترز
اېټالیا کې د کډوالو انځور، رویترز

اېټالیا کې د کډوالو یو ستر مرکز تړل کېدو د ځینو ښاریانو او استازو د غوسې او قهر لامل ګرځیدلی. دغه مرکز د کاسلنوفو دي پورتو په سیمه کې موقعیت درلود.

د کاسلنوفو دي پورتو ښاروال ریکاردو تراواګلیني وایي: «چارواکي حق لري چې د کډوالو په چارو کې بدلون رامنځته کړي، خو نه شي کولی چې له دوی سره داسې ناسم چلند وکړي.»

نوموړی زیاتوي: «دغه ټولنه کې د کډوالۍ په برخه کې ډېر مهم کارونه ترسره شوي، خو د څو ساعتو په موده کې زموږ ټولنه له منځه یووړل شوه.»

ویل کېږي چې دغه تصمیم د امنیت او کډوالۍ قانون پر بنسټ نیول شوی دی.

د اېټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د قانون تر تصویبېدو وروسته اېټالیا کې هغه بشري اقامت کارټونه لغوه شول چې زیان منونکو کسانو – کورنیو او ښځو – ته ځانګړي شوي وو.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سالویني نوي قانون د کډوالو پر ژوند خورا منفي اغېز کوي

د دغه قانون له مخې د پناه غوښتونکو د هرکلي په سیستم کې هم بدلونونه راځي. مانا یې دا چې اېټالیا کې د کډوالو ستر مرکزونه تړل کېږي.  

د کاستلنوفو مرکز د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۲مه) په داسې حال کې وتړل شو چې یوازې ۴۸ ساعتو مخکې د دغه مرکز چارواکو ته د تړل کېدو پرېکړې په اړه اطلاع ورکړل شوې وه.

دغه مرکز کې شاوخوا ۵۰۰ کسان ژوند کوي چې په ډله کې یې ۱۲۰ ښځې او ۱۴ ماشومان دي.

د رپوټونو له مخې د کاسلنوفو مرکز ۳۰ اوسېدونکو د کمپاني او باسیلیکاټ مرکزونو ته واستول شول.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ ۷۵ نور کډوال د اېټالیا نورو سیمو ته ولېږدول شول.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو یو ویاند الجزیرې ته ویلي: «تر اوسه معلومه نه ده چې دوی چېرته وړل کېږي.»

له بلې خوا د کاسلنوفو مرکز حقوقي مسوله روسانان جست د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «له څو کلونو راهیسې دوی په دې مرکز کې اوسېدل. ځینې ماشومان په ښوونځي کې وو، خو اوس یې سرنوشت نامعلوم دی.» 

د سه شنبې په شپه د کاسلنوفو په لسګونو اوسېدونکو د کډوالو دغه مرکز د تړل کېدو پر وړاندې لاریون وکړ.

د لا زیاتو معلوماتو په اړه: د اېټالیا ځینې ښاروالان وایي: «د کډوالو ضد قانون نه تطبیقوو»

خو د چهارشنبې په ورځ ماتیو سالویني وویل، تصمیم لري ټول هغه مرکزونه وتړي چې لګښت یې ډېر لوړ دی او په کې جرمونه ترسره کېږي.


 

نورې ليکنې